دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 274737
د کار وزارت د اسد ۲۴ رخصتي اعلان کړه
د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سه شنبې ورځ د اسد ۲۴مه د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د افغانانو د جهاد د بریا ورځ ګڼلې او دغه ورځ یې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه (اسد ۲۲) خپره شوې ویلي چې دغه رخصتي د اسلامي امارت له مهالوېش سره سم ترسره شوې ده.
 
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه ورځ د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د «اسلامي امارت په مشرۍ د افغانستان د خلکو د جهاد د بري» له ورځې سره برابره ده او د اسلامي امارت له لوري د چمتو شوي مهالوېش له مخې عمومي رخصتي ده.
 
باید وویل شي، چې دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴ مه په افغانستان کې جمهوري نظام نسکور شو او د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته ننوتل او ولسمشرۍ ماڼۍ یې ونیوله.
 
https://avapress.com/vdcfmjd0ew6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته