دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 275339
زموږ د قربانیو هدف په هیواد کې د اسلامي نظام حاکمیت و
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په اروزګان ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له کنډک څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د مجاهدینو د سرښندنو هدف په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په اروزګان ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له کنډک څخه د لیدنې پر مهال وویل: د قربانیو په هدف د مجاهدینو حاکمیت د اسلامي لارښود او په هیواد کې اسلامي نظام دی."
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي حقاني اروزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ االبدر قول اردو د څلورمې لوا ته ولاړ او هلته یې د دې لوا له مسوولینو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالیتونو د قدردانۍ ترڅنګ زیاته کړه: موږ د بریاوو د ترلاسه کولو لپاره ډول ډول قربانۍ ورکړي دي او زموږ د قربانیو موخه د اسلامي حاکمیت ټینګښت و.
 
  هغه همدا راز زیاته کړه: فکر او مقام ته اهمیت ورکول د نظام د تباهۍ لامل کېږي او باید هېڅکله له صبر، زغم او هڅې څخه لاس وانخلي.
 
ویل شوي، چې اروزګان او غور ولایتونو ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر موخه د امنیتي وضعیت څېړل دي.
 
https://avapress.com/vdcexn8wojh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته