دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 275377
یونیسف په بادغیس کې ښوونځیو ته د څښاک اوبه برابروي
په بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت په بادغیس کې د ښوونځیو لپاره د څښاک د اوبو اوه مرکزونه جوړوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قلعه نو ښار او قادس او بالامرغاب ولسوالیو د ښوونځیو لپاره به د څښاک د اوبو څاګانې او سولر سیسټمونه جوړ شي.
 
د دې خبرپاڼې له مخې، د دغو پروژو لګښت ۳۷ میلیونه ۲۴۱ زره ۹۷۵ افغانۍ ده، چې د یونیسف ادارې له خوا ورکول کېږي او چارې به یې د یوه سیمه ییز شرکت له خوا په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
 
دی وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښوونځي نهه زره او ۲۹۶ زده کوونکي ترې برخمن شي.
 
په دې خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره د کورنيو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې او د يادو سيمو اوسېدونکي هم ترې ګټه پورته کولاى شي.
 
په همدې حال کې افغانستان د څښاک د اوبو له کمښت او سختې وچکالۍ سره مخ دی.
 
https://avapress.com/vdcgun9xuak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته