دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 275383
د اروزګان د احصایې او اطلاعاتو ریاست د ۶۴ زره تذکرو د وېش اعلان وکړ
د اروزګان ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست شمېرې ښيي چې تېر کال يې ١٤ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې او نږدې ٥٠ زره کسانو ته کاغذي تذکرې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د اروزګان ولایت د احصایې او اطلاعاتو رئیس مولوی امین الحق کمال وایی چې د برښنایی تذکرو د ویش له بهیر څخه شاوخوا ۲۰۰ تر ۵۰۰ تنو مراجعه وکړي.
 
کمال زیاتوي چې په اروزګان ولایت کې د تذکرو د وېش یو فعال مرکز دی او تېر کال یې د دغه مرکز له لارې له ۲۰۰ تنو څخه د زیاتو تذکرو د اصلاح او له ۱۷ زره تنو څخه د زیاتو پېښو د ثبتولو خدمات وړاندې کړي دي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې په دې وروستیو کې د الکترونیکي تذکرو بیه له ۳۰۰ څخه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcdjk0xsyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته