دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 276202
ای او ام: په افغانستان کې ۳۲۵ زره کسانو لومړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي
د مهاجرت نړیواله اداره یا "IOM" وايي چې د دوی ټیمونو د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې څه باندې ۳۲۵ زره افغانانو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغې ادارې افغان څانګې د ایکس شبکې چې د ټوېټر په نوم کارول کېږي، لیکلي چې ډېر شمېر افغانان د معیاري روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو هڅې کوي.
 
د دغه رياست په وينا، دغه ټيمونه د افغانستان سرحدي سيمو ته په رسېدو بريالي شوي، چې تګ راتګ يې ډېر ستونزمن دى.
 
له کلونو راهیسې د افغانستان د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي او یا د دوی د موقتي طبیعت په اړه شکایت کوي.
https://avapress.com/vdce7p8wwjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته