دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 277101
زموږ په هېواد کې د امريکا او د هغې د متحدينو په شتون سره په سلګونو ځوانان ووژل شول
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د سرپل ولایت له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره په کتنه کې وویل؛ "زموږ په هیواد کې د امریکا او د هغې د متحدینو په شتون سره په سلګونو ځوانان شهیدان شول او دا قربانۍ د اسلامي امارت په راتګ سره پای ته ورسیدې."
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د راپورونو له مخې، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د سرپل د لوړو زده کړو موسسې د استادانو او محصلینو د اکاډمیکو ستونزو د څیړلو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې، په هغې کتنه کې چې د دغه ولايت له سيمه ييزو مسوولينو، قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره يې ترسره کړه؛ وويل: د دغه نظام په وړاندې د ملت مسووليت د مشرانو اطاعت دى او زموږ بريا زموږ په يووالي او پيوستون پورې تړلې ده.
 
د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه: زموږ په هیواد کې د امریکا او د هغې د متحدینو په شتون سره په سلګونو ځوانان شهیدان شول او دغه قربانۍ د اسلامي امارت په راتګ سره پای ته ورسیدې.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدا راز زیاته کړه، چې محصلین او ځوانان به له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په ټولو اسلامي مضامینو کې د ایمان خاوند او د پوهاوي خاوند وي.
https://avapress.com/vdcdz50xfyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته