افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې زیاتره بیرته راګرځول شوې ځمکې په کندهار، کاپیسا، فراه او کندز ولایتونو کې دي، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
دغه بورډ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۱۹۵ زره ۵۵۱ جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت کړې او څه باندې ۲۲۵ زره ۱۷۳ جریبه ځمکه د دغه بورډ تر څېړنې لاندې ده.
د يادونې وړ ده، چې د غصب شويو ځمکو د راګرځولو د کمېټې د کار له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه زره جريبه ځمکې بېرته راګرځول شوې دي.