دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 278204
په هرات کې د سلما بند د ماتیدو خبر درواغ دی!
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند د ویجاړېدو او نړېدو خبرونه په بشپړ ډول بې بنسټه او له افواهاتو پرته بل څه نه دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دغه ولایت کې د پرله پسې زلزلو او ورښتونو په اړه د خلکو د اندیښنو په دوام، دا ځل تیره شپه (چهارشنبه د میزان ۱۹) د سلما بند د ویجاړیدو او د هغې د زیرمو د اوبو د ډیریدو خبر ورکړل شو. د خلکو په اندیښنو کې اضافه شوه.
 
د هرات ښاريانو د دې خبر په اورېدو سره د چشت، اوبې او پښتون زرغون ولسواليو اوسېدونکو خپل کورونه او د اوسېدو ځايونه پرېښي او د سېلابونو له خطر څخه د مخنيوي په خاطر يې غرونو او لوړو سيمو ته پناه وړې ده.
 
خو د سلما بند د امنيت امر يو تن دغه خبر رد کړ او ويې ويل چې دا خبر افواه دي او متعصب کسان د خلکو په ذهنونو کې د وېرې او اندېښنې د پيدا کولو په موخه دا ډول ناسم خبرونه خپروي.
 
سیمه ییز چارواکي د هرات ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اوبو دغه بند د زلزلې ضد اړین معیارونه لري او په روانه اونۍ کې د دوو زورورو زلزلو له امله یې بدن ته زیان نه دی رسېدلی.
 
ويل کيږي چې په روانه اوونۍ کې هرات ولايت د دوو سختو زلزلو شاهد و چې له امله يې په زرګونو تنه شهيدان او ټپيان شول.
 
له زلزلې وروسته د هرات ټول ښاریان په کوڅو او دښتو کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdciuvar5t1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته