دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 278227
اوچا: د هرات په زلزله کې شاوخوا ۱۷ زره کسان زیانمن شوي دي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په هرات کې له لومړۍ زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷ زره کسان زیانمن شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (میزان ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښايي د دغو زلزلو د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هرات کې د ۶،۳ درجې یوې بلې زورورې زلزلې ولړزاوه، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکي د راپور له مخې، ۱۱۲ کلي یې زیانمن کړل.
 
د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې تر ۲۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdxj0x5yt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته