دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 279510
اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته ۹۲ ټنه مرستندويه توکي لېږلي
اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې د زلزلې ځپلو سره د مرستې په موخه یوه الوتکه چې ۹۲ ټنه اړین توکي پکې بار وو، نن (دوشنبه، عقرب ۸) په هرات ته راورسیده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اروپا اتحادیې په یوه بیان کې ویلي چې د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه یوه الوتکه چې ۹۲ ټنه اړین توکي پکې بار وو نن دوشنبه (عقرب ۸) هرات ته راښکته شوې ده.
 
اتحادیې زیاته کړه چې په ډوبۍ کې یې له خپل ذخیره څخه ۵۷ ټنه توکي مرسته کړې چې پکې کمپلې او خیمو په شتون ژمني کټونه شامل دي. دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان ته ۲۰ ټنه دواوي او د خوړو نړیوال پروګرام ۱۵ ټنه خوراکي توکي ورکړل شوي او ټاکل شوې چې دوهمه او دریمه الوتنه هرات او کابل ته وشي.
 
اروپايي ټولنې تر دې مخکې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲،۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې وو. د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې د مرستو ټولیز ارزښت ۴،۵ میلیونه یورو ته رسېږي.
 
https://avapress.com/vdcjvhe8yuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته