دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 279633
د رئیس الوزرا اداري مرستیال له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه تورخم ته  ولاړ
د وزيرانو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تورخم ته د هغو افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه سفر کړى، چې له پاکستانه په زوره ايستل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال او د مهاجرینو د ستونزو د هواري د کمیسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي نن چهارشنبه د عقرب ۱۰ مه تورخم ته ولاړ.
 
ویل شوي، چې په دغه پلاوي کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني او د مالیې وزارت مرستیال عبدالقادر احمد شامل دي.
 
د راپورونو له مخې ښاغلی حنفي لومړی د فرضي کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي ته ولاړ او هلته یې له هغو افغان کډوالو سره وکتل چې د پاکستان د حکومت له خوا ایستل شوي دي.
 
 
ویل کیږي، چې له مهاجرینو سره له لیدنې وروسته ښاغلي حنفي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په خپلو حدودو کې د ایستل شویو مهاجرینو لپاره اسانتیاوې او خدمات وړاندې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا د افغان مهاجرینو د ډله ایز اخراج لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل په پای ته رسیدو سره دغه بهیر نن له غرمې وروسته د پاکستاني پولیسو له خوا پیل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfm1d0mw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته