دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 281088
په بادغیس کې د پستې د ځنګلونو د احیا چارې پیل شوې
په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، په بادغیس کې د پستې د ځنګلونو د احیا لپاره یې هلې ځلې ګړندۍ کړي او عملي کار یې پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د بادغیس د کرنې ریاست د همدغو هڅو په لړ کې د ابکمري ولسوالۍ د لس هکتاره پستې د ځنګلونو د احیا چارې پیل کړې.
 
د بادغیس د کرنې ریاست یو چارواکی وايي چې په ابکمري کې د پستې د دغو لس هکتاره ځنګلونو بیارغول به نږدې دوه کاله وخت ونیسي.
 
د وړاندې شويو شمېرو له مخې، د ډېرو ځنګلونو له منځه تللو سربېره په بادغيس کې د پستې نهه هکتاره طبيعي ځنګلونه شته، چې دولت يې د حاصلاتو له راټولولو ډېر عوايد ترلاسه کوي.
 
د بادغیس د کرنې ریاست مسوولین وايي چې لا هم د پستې د ځنګلونو د جوړولو او بیارغولو په لټه کې دي.
 
د یادونې وړ ده چې بادغیس ولایت په افغانستان کې د پستې تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی.
https://avapress.com/vdcc4sqi42bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته