دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 281393
په هرات ولایت کې پر دوو نورو دیني عالمانو وسله وال برید شوی
له هرات ولايت نه رارسيدلي خبرونه وايي چې د جبريل په سیمه کی د قره ميلي په لاره کې په درېيو موټر سايکل سپرو نامعلومو کسانو وسله وال بريد کړى چې له امله يې د دوو تنو ديني عالمانو په ګډون څو تنه شهيدان او ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د پنجشنبې په ورځ د قوس د میاشتې په ۲مه نیټه د دوو دیني عالمانو له ترور او شهادت وروسته نامعلومو وسله والو یو ځل بیا د جبرئیل په سیمه کې ناورین رامنځته کړ.
 
د هرات ولایت سیمه ییزې سرچینې وایي، چې له بده مرغه نن ماسپښین د جبریل سیمه کې د ملي هدیرې (شهرک شهدا) په سیمه کې د یوه درې موټر د چلوونکي په ګډون ۹ تنه سپرلۍ د نامعلومو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغلې. وسله وال کسان چې په موټر کې سپاره وو د سیمی تشتیدلی دي.
 
د دغو سرچینو په وینا، د دې ډزو په پایله کې د رسول اکرم د جومات ملا امام صادقي او د ښځو په ګډون شپږ تنه نور شهیدان شوي او د شیخ حمیدي په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
 
په همدې حال کې د نورو سرچینو په وینا په دغه برید کې شیخ حمیدي هم شهید شوی دی.
 
تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د قوس په ۲ مه د هرات ولایت د شیعه علماوو د شورا دوه غړي شیخ رجب اخلاق او خادم حسین هدایتي د نامعلومو وسله والو له خوا په المهدي جبریل ښارګوټي کې په ډزو ووژل شول.
 
د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر د دغو دوو ديني عالمانو د فاتحې په مراسمو کې د دغې پيښې د عاملينو د نيولو د ژمنې په ترڅ کې وويل چې د دښمن دغه ډول کړنې د افغانانو د دين، فرهنګ او يووالي پرخلاف دي.
https://avapress.com/vdcb98b5frhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته