دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 281817
رئیسي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه مسکو ته رسیدلی ولاړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي چې د خپل روسي سیال په بلنه روسیې ته تللی دی، د دغه هیواد د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو د مرستیال له هرکلي سره مخ شو.
افغان غږ خبری آژانس: آیت الله سید ابراهیم رئیسی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه دغه هیواد ته تللی، د لومړی وزیر د مرستیال الکساندر نوواک او د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سرګی ریابکوف په شتون سره هوایی ډګر ته ورسید. 
 
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په یو ساعت کې د کرملین په ماڼۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر کوربه وی.
 
د ایرنا د خبر له مخې د ایران او روسیې ترمینځ د دوه اړخیزو مسائلو په هکله سلامشورې، د اقتصادی تعامل په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په تیره بیا د فلسطین د مسئلې او د غزې په تړانګې کښې د پرمختګونو په هکله خبرې اترې د ایران د ولسمشر د دغې یوې ورځې د غونډې مهمې اجنډا دی. 
 
رییسي روسیې ته له خپل سفر مخکې په مهراباد هوايي ډګر کې ویلي و، چې دغه سفر یې د پوتین په بلنه او د سیمې د حساسو مسایلو په اړه د مشورې په هدف ترسره شوی دی. هغه زیاته کړه: د غزې د بمبارۍ د بندولو او د غزې د خلکو د محاصرې د ختمولو لپاره د فوري کوشش او له فلسطینیانو سره د مرستې او د فلسطین د خلکو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره به د دغه سفر د سلامشورو څخه وي.
 
ایران او روسیه د غزې د شخړې په اړه ګډ دریځونه لري او په وروستیو اونیو کې یې څو ځلې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
 
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هم اعلان وکړ چې دغه خبرې اترې به روسیې ته د ایران د ولسمشر د سفر په چوکاټ کښې په کرملین کښې ترسره شی.
https://avapress.com/vdccssqim2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته