دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 282480
د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې راډیو سټیشن پرانیستل شو
د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پوهنتون راډیو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم له خوا پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس – لغمان: د لغمان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا دغه راډیو د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د محصلینو لپاره د عملي کار په موخه پرانیستل شوه.
 
ويل کيږي چې دغه راډيو د څه دپاسه پنځه ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون د یو شمېر پروژو پرانیسته کړې وه.
https://avapress.com/vdcjo8e8yuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته