دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 285864
ملګري ملتونه: موږ د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو
د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي د روغتیا په برخه کې د دغه بنسټ د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د شته اسانتیاوو په برخه کې به له عامې روغتیا وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د لیندۍ په ۲۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي ډاکټر قلندر عباد سره وکتل. 
 
په دې ناسته کې د روغتیايي مرکزونو د معیاري کولو، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په پیاوړتیا، د تخنیکي ټیم په ملاتړ د روغتیايي همغږۍ او یو شمېر نورو مسایلو په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار وشو.
 
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي په روغتيايي برخه کې د دغه بنسټ د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د شته اسانتياوو په برخه کې به له عامې روغتيا وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdciqwar5t1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته