دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 32830
د دولت ۲۷ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۶ تنه یی د ملي پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپک اودرانه جنګې مهمات چې ۳ میله کلاشینکوفونه، ۸ میله تفنګچې سره د ۳۱۰ مرمېو، دوه میله کره بین ټوپک، یو میل راکټ اچوونکې او ۵۰ کیلو ګرامه آپین دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ، او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د شپږو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل، کنړ، ننګرهار، کاپیسا، کندز او کندهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۲۷ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوې او ۶ تنه یی د ملی پولیسو لخوا ژوندې نیول شوې دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپک اودرانه جنګې مهمات چې ۳ میله کلاشینکوفونه، ۸ میله تفنګچې سره د ۳۱۰ مرمېو، دوه میله کره بین ټوپک، یو میل راکټ اچوونکې او ۵۰ کیلو ګرامه آپین دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوه کړې د وسایطو ضد ماین، ۱۲ عدده د هاوان سرګلولې او ۵ ډزه د ټوپ سرګلولې چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه دخوست او لوګر په ولایتونو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف اوهغه توکې یی چې د شنډولو وړ وه شنډکړل. په همدي توګه د ملی پولیسو منسوبینو یو تن د یادو مواردو په تور نیولي دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzj0s.yt0xs6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته