دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 32952
د بن د دویم کنفرانس د ګډونوالو پر لیست کار روان دی
د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا مهال د وزیرانو د شورا او وزارتونو په کچه په دې اړه سلامشورې او کارونه روان دي.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بن د دویم کانفرانس د ګډونوالو پر لیست کار روان دی او په دې که به پنځه ویشت په سلو کې ونډه ښځو ته ورکول کیږي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا مهال د وزیرانو د شورا او وزارتونو په کچه په دې اړه سلامشورې او کارونه روان دي.

موسی زي وویل، په دې کانفرانس کې به د نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان پر راتلونکو اړیکو، د انتقال پر بهیر او د سولې پر بهیر خبرې کیږي.

د بن کانفرانس د ډسمبر په پنځمه نیټه د یوې ورځې لپاره د جرمني په بن ښار کې جوړیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcir3ap.t1arw26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته