دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۴۰
د مطلب کود : 33267
حامدکرزی: دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره دې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي
د دا ډول پیښو رامنځته کیدل په سیمه کې د روانو حالاتو پایله ده چې دواړه هېوادونه باید له دا ډول ستونزو سره په ګډه مبارزه وکړي ترڅو سیمه د دا ډول پیښو له تکرار څخه خلاصون ومومي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي، نن له غرمې د پاکستان
داسلامي جمهوریت له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دغو ټیلیفوني خبروکې حامدکرزي د سولې د عالي شورا د ریس پروفیسور استاد
برهان الدین رباني د ترور د عواملو د څیړنې لپاره له افغاني لیږل شوي پلاوي
سره د پاکستان د همکارۍ له امله مننه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس همدا راز په دغه ټلیفوني اړیکه کې د ناټو په هوایي بمبارۍ
کې د یو شمیر پاکستاني عسکرو د وژل کیدو له امله د پاکستان صدراعظم ، دولت او
خلکو ته د خپلې ډاډګیرانې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

جمهورریس وویل: د دا ډول پیښو رامنځته کیدل په سیمه کې د روانو حالاتو پایله
ده چې دواړه هېوادونه باید له دا ډول ستونزو سره په ګډه مبارزه وکړي ترڅو
سیمه د دا ډول پیښو له تکرار څخه خلاصون ومومي.

په دې اړیکه کې حامدکرزي د پاکستان له صدراعظم څخه وغوښتل چې د دغه
هېواد د بهرنیو چارو وزیره دې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي ځکه چې د بن په کنفرانس کې د پاکستان ګډون د دواړو وروڼو هېوادونو په ګټه دی.

یوسف رضا ګیلاني د حامدکرزي له ټیلیفوني اړیکې څخه مننه وکړه ، وې ویل:
پاکستان تل هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې په مناسب
ډول حل کړي.

ده په سیمه کې له رامنځته شویو امنیتي ستونزو سره د مبارزې لپاره د دواړو
هېوادونو همکاري اړینه وبلله.
یوسف رضا ګیلاني له ولسمشر سره په دې خبروکې د بن په کنفرانس کې د خپل حکومت
د نه ګډون په اړه څه ونه ویل.#




سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyrap.t1apq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته