دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 33769
د بن کې د افغانستان نړيوال کنفرانس  پايلې
په دغه کنفرانس کی چې د افغانستان په مشرۍ او د المان په کوربه توب او د وزيرانو په کچه د ) د ۸۵ هېوادونو او ۱۵ سيمه ايزو او نړيوالو سازمانونو په ګډون جوړشوی.
۱. موږ، د افغانستان اسلامي جمهوريت او نړيواله ټولنه، نن په بن کې سره راټول شوي يو چې د بن د کنفرانس لسمه کاليزه چې د افغانستان او نړيوالې ټولنې د اوسنۍ ملګرتيا بنسټ يې اېښی، ولمانځو؛ او د افغانستان د خلکو د باثباته او غوړيدلی ارمان پروړاندې خپلې ګډې وعدې بيا تازه کړو. موږ له هغو افغانانو او نړيوالو مننه کوو چې ددغه سپېڅلی ارمان په لاره کې يې خپل ژوند قربان کړی دی. افغانستان له هغو رښتينو ژمنو، پيوستون او دغه راز له هغو سرښندنو نه هم مننه کوې چې د هغو نړيوالو ملګرو ورکړې دي.
۲. افغانستان او نړيواله ټولنه،دالمان له فدرال جمهوريت نه، ددې کنفرانس د کوربه توب له امله د زړه له کومې مننه کوي.المان دافغانستان دخلکو پخوانۍ ملګری و په تيرو لسو کلنو کې، دنړيوالې ټولنې له نورو غړو سره د افغانستان د ثبات او پرمختګ په لاره کې ثابت قدمه شريک و.
۳. په پيترزبرګ کې له جوړ شوي کنفرانس څخه لس کاله وروسته چې افغانستان په هغه کې د خپلواکې راتلونکې، ځان بسياينې او ولسواکۍ، نوې لاره غوره کړه او په دې لاره کې نړيوالې ټولنې افغانستان ته د مرستې مسووليت ومانه، څنګ ، په څنګ مو په دې تېرو لسو کلونو کې داسې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي،چې د افغانستان دتاريخ له يوه پخواني پړاو سره د پرتلې وړ نه دي . له دې نه پخوا هيڅکله د افغانستان خلکو،په ځانګړې توګه افغان ښځو، په دې کچه د ښوونې روزنې او روغتيايي برخو کې امکانات نه لرل اوپه ټول هېواد کې يې د بنسټيزو جوړښتونو داسې پرمختګ ليدلی نه وو. القاعده ضعيفه شوې ده او د افغانستان ملي امنيتي جوړښتونو ،په زياتيدونکي ډول، ديوه سوله ايز او خپلواک افغانستان د بشپړ مسووليت د منلو توان پيدا کړی دی.
۴. له دی سره بيا هم زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی. بايد نيمګړتياوو ته پاملرنه او د لاس ته راوړنو ساتنه و شي. زموږه ګډه موخه لږترلږه داسې افغانستان دی، چې دټولو افغانانولپاره سوله ايزه او له هيلو ډکه خونه او د روغې او پرمختګ د سيمې مرکز وي. هغه افغانستان چې بيا د نړيوالې ترهګرۍ ځاله نه وي او د خپلواکو ملتونو په منځ کې خپل غوره ځاي پيدا کړي.
۵. په دغه کنفرانس کی چې د افغانستان په مشرۍ او د المان په کوربه توب او د وزيرانو په کچه د ) د ۸۵ هېوادونو او ۱۵ سيمه ايزو او نړيوالو سازمانونو په ګډون جوړشوی،افغانستان او نړيوالې ټولنې په رسمي توګه موافقه وکړه چې خپله تاريخي ملګرتيا له له انتقاله د تحول تر لسيږې پورې (2024-2015 ) لا ژوره او پرمختللې کړي. د رسمي ژمنو په بيا تاييد سره او يا هماغه شان چې د لندن د ۲۰۱۰ کال په اعلاميې او د کابل په بهير کې ټاکل شوي دي،،د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ دغه تجديد شوی مشارکت ، په ټولو او له هغه ډلې نه د حکومت دارۍ ، امنيت،اقتصادي ودې او د سيمه ايزو همکاريو په برخه کې د ملګرتيا د دوام سبب شي.

حکومت داري
۶.افغانستان يو ځل بيا اعلانوي، چې دهغه راتلونکي سياسي جوړښت به لږ تر لږه پر سياسي پلوراليزم او کلکه د افغانستان پر اساسي قانون ولاړ وي. افغانان به ، د قانون حاکميت د اصل پر بنسټ ولاړې د يوې ديموکراتيکې او با ثباتې ټولنې رامنځ ته کولوته ، چېرته چې دهغه د وګړو اساسي حقوق او بنسټيزې ازادۍ او له هغه ډلې نه د ښځو او نارينه وو هر اړخيزه برابري،هغه ازادي چې اساسي قانون تضمين کړې ده ، دوام ورکړي.افغانستان يو ځل بيا د بشري نړيوالو حقوقو پر وړاندې، نړيوالو مسووليتونو ته خپله ژمنتيا اعلانوي ، خو دې ټکي ته په پام سره چې په دې برخه کې به افغانستان خپل ځانګړي درسونه زده کوي ، نړيوالې ټولنې دغه تګلاره په بشپړه توګه تاييد کړې ده او ژمنه کوي چې په دې لاره کې د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي.
۷. موږ ، د افغانستان د مدني ټولنود استازو او له هغه ډلې نه د هغو د دووتنوو ويناوې يا داشت کړې . موږ ټول په دې موافق يو چې د افغانستان په اساسي قانون کې د بشري اساسي حقونو راغلې مواد او له هغه ډلې نه د ښځو او ماشومانو د ودې په حال کې د مدني ټولنو حقوق، دافغانستان د راتلونکې جوړښت بنسټ جوړوي ؛ نو له همدې کبله ، موږ د هيواد په ديموکراتيکو بهيرونو کې د مدني ټولنې د ونډې د لا زياتوالي ،د مدني دوديزې او نوي رامنځ ته شوې هغې په ګډون او له هغه ډلې نه د ځوانانو په برخې ټينګار کوو.
۸. موږ دا څرګندوو،چې د يوې ديموکراتيکې ټولنې رامنځ ته کول ، له هر څه د مخه ، د منتخب حکومت ،هغه ملي مدني اغيزمن ګټور کار پورې اړه پيدا کوي چې خدمات يې د شفافو ، قوي او اغيزمنو ټولنو او سازمانونو په کړو کې نغښتل شوی وي. د پام وړ لاس ته راوړنو او برياوو سره سره افغانستان دې ته اړتيا لري چې د دولتي ادارو د لا پياوړتيا او ښې حکومت دارۍ او له هغه ډلې نه د امنيتي بنسټونو اصلاح لپاره چې په هغه کې د پوليسو اغيزمن ځواکونه هم راځي، کار ته دوام ورکړي. د افغانستان د ټاکنو دبهير تقويت او پياوړتيا ، د هيواد د ديموکراتيک کولو د بهير په لور يو غوره ګام دی. د افغانستان حکومتي جوړښتونه ،بايد په ټوله کچه، د افغانستان دخلکو له مدني او اقتصادي اړتياوو سره ،د خپل مسووليت مننه زياته او خلکو ته بنسټيز خدمتونه وړاندې کړي. په دې برخه کې لا تر اوسه هم له اولسي خلکو دفاع، د قانون د ټينګښت او په حکومتي ادارو، دغه راز په نړيوالو مرسته رسوونکو هيوادونو کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه لومړی او اساسي ځای لري. موږ ، دغه مساله د کابل د بهير د ژمنو له مخې او د متقابل حساب د ورکړې پر بنسټ مخ ته بيايوو.
۹. د ليږد سره په تناسب کې، يو ځل بيا موږ تاييدو، چې د نړيوالو لوبغاړو هغه ونډه به چې، د ظرفيت جوړونې په برخه کې يې د افغانستان له اداري بنسټونو سره لري، داسې چې د افغانستان حکومت وکولای شي خپل بشپړ واک تر سره کړي، ور ولېږدول شي. په دغه بهير کې به د ولاياتو د بيا رغونې د ټولو ډلو کمول اود هر هغه جوړښت لغو کول هم شامل وي،چې د افغانستان له ادارو سره په سيمه ايزې او ملي کچه موازي دندې ولري.
۱۰. موږ، په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ډيرې مهمې ونډې ملاتړ کوو. موږ د ملګرو ملتو له ځانګړي استازي ښاغلي ستيفن دې ميستورا څخه دهغه د ښو خدمتونو له امله مننه څرګندوو، دملګرو ملتو د سرمنشي دهغې پريکړې هرکلي کوو چې ښاغلی يان کوبيش، يې د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی نومولی دی. موږ، دا يادونه کوو چې د افغانستان لپاره دې ، د يوناما پر ماموريت، د ظرفيتونو له زياتوالي او د افغانستان د مالکيت او د ليږد، له بهير سره متناسب به، چې په هغه کې به د افغانستان حکومت مسووليت په غاړه اخلي،بيا کتنه کيږي. موږ . دغه راز د افغانستان له حکومت سره د نړيوال تماس دډلې له نېږدې ملګرتيا په خورا درناوي يادونه کوو او دغه ډله د ګډو هڅو دوام ته هڅوو.

امنيت
۱۱. موږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او د خپلې خاورې او امنيت د ساتنې د مسووليت په خپله اخيستنې کې د افغانستان د خلکو د پريکړې هرکلی کوو. موږ ځان د افغانستان له خلکو سره دهغوی په دې نظر کې، ملګري ګڼو، چې داسې امنيتي قوتونه جوړکړي چې په نننيو معيارونو برابر، د بشپړ تخصص لرونکي او د خپل هيواد د اغيزمنې ساتنې توان ولري .
۱۲. موږ، د ليږد ،د بهير د بريالي پيل هرکلی کوو. د افغانستان حکومت د خپل هېواد د بشپړ امنيت مسووليت مني او دا بهير د ۲۰۱۴ کال تر آخره پای ته رسېږي. د دې سره هم مهاله د امنيتي همکاريو نړيوالو ځواګونه (آيساف) چې د ملګرو ملتو د امنيت شورا له خوا يې دنده اخيستې او خپل تدريجي او مسوولانه وتل يې پيل او تر ټاکلې مودې به پای ته ورسيږي. د ليږد د بهير په پاي ته رسيدو سره به ، د افغانستان د راتلونکې پر وړاندې زموږ ګډ مسووليت پای ته نه رسېږي . نړيواله ټولنه له همدې امله ژمنه کوي ، چې تر ۲۰۱۴ کاله وروسته ،له افغانستان سره خپل ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي.
۱۳. موږ ، ټينګار کوو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه نړيوال ملاتړ دوام ته اړتيا لري. د افغانستان له ملي امنتی ځواکونو سره د ملاتړ په منظور، نړيواله ټولنه دا ژمنه کوي چې د ليږد د بهير تر پای ته رسيدو وروسته به د دغو ځواکونو په روزنه، تجيهزولو او د توانمنديو په زياتېدو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي . نړيواله ټولنه ، د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو ته د تمويل په چارو کې خپلو مرستو ته، دې ټکي ته په پام سره دوام ورکوي چې ددغو مرستو اندازه به تر ليږده وروسته، د افغانستان د اړتياوو په تناسب او دداخلي عوايدو د راټولولو د ظريفت د زياتوالي سره جوخت، کرار کرار کميږي.موږ په دې برخه کې د افغانستان دملي امنيتي ځواکونو لپاره د يوڅرګند نظر او غوره تګلارې ټاکنې ته سترګې په لاره يو، چې د ۲۰۱۲ کال د مي په مياشت کې، په شيکاګو کې د ناټو د سر مشرانو تر غونډې مخکې تدوين شي.
۱۴. موږ ، دا څرګندوو چې دافغانستان اهميت او ثبات ته تر ټولو مهم ګواښ ترهګري ده، چې نړيواله سوله او امنيت هم له ګواښ سره مخامخ کوي. په دې برخه کې موږ دترهګرۍ او تندلارۍ سيمه ايزو اړخونو ،له هغه ډلې نه د ترهګرو پناه ځايونه ته په پام سره ،ديوه سوله ايز افغانستان دجوړولو او د ترهګرۍ له ګواښ دخپل ګډ امنيت او ساتنې لپاره دسيمې په کچه د رښتينې او عملي همکارۍ پر اړتيا ټينګار کوو.موږ يو ځل بيا خپل هوډ او ګډه اراده اعلانووچې هيڅکله به اجازه نه ورکړوچې افغانستان دې بيا د نړيوالې ترهګرۍ لپاره د پټيدو پر ځای بدل شي.
۱۵. دمخدرو توکوتوليد، قاچاق او مصرف په يوه اندازه ، د افغانستان امنيت، يوه مشروع اقتصادې ودې او هم دنړيوالې سولې او ثبات ته جدي ګواښ دی. افغانستان او نړيواله ټولنه،د خپلو ګډو مسووليتونو په څرګندولو ، افغانستان او نړيوالې ټولنې ته په منلو لارو چارو،پر خپلې دې ارادې ټينګار کوو، چې د نشه يي توکو د توليد، قاچاق، د بديل کښتونو هڅول او غير قانوني مصرف د ګواښ پر وړاندې چې د پراخو تاوانونو او رنځونو لامل ګرځي، ودرېږو. موږ دا څرګندوو چې د مخدرو توکو ستونزه ، يو نړيوال ګواښ دی چې د تقاضا له اړخ سره يې هم مبارزې ته اړتيا شته.

د سولې بهير
۱۶. موږ،په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسيدو لپاره، د يوې،سياسي حل لارې پر اړتيا ټينګار کوو. يوه پايداره ثبات ته له ځانه د د فاع د ظرفيت د لوړولو تر څنګ، داسې يوې سياسي حل لارې ته د رسيدو لپاره، اړتيا شته چې خبرې اترې او روغه جوړه يې اساسي برخې وي. ددې تر څنګ مجدد ادغام ، تر جګړې وروسته د افغانستان د ټولنې د بيا احيا لپاره، د امنيت ښه کول ، د ټولنيزو او محلي ادارو ودې ته لار افغان غږ خبری آژانسروي.
۱۷. موږ د افغانستان د پخواني جمهور رئيس، د سولې دعالی شورا د مشر، پروفيسوربرهان الدين رباني وژنه په کلکه غندو.نو له دې کبله نړيواله ټولنه د افغانستان د حکومت د هغو زړورو هڅو چې د افغانانو په مشرۍ، او له هغه ډلې نه د سولې د عالي شورا او د سولې دتګلارې له خوا د بيا پخلاينې او بيا ادغام د بهير لپاره کېږي، هرکلی کوي.موږ دغه راز د لويې مشورتي جرګې له لارښوونو چې د ۲۰۱۱ کال د نوامبر د ۱۶-۱۹ يې دوام درلود او د سولې بهير ته يې نوی لمسون او خوځښت ورکړ ، هرکلی او ملاتړ کوو.
۱۸. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اړوندو پريکړو په نظر کی نيولو سره، نړيواله ټولنه د افغانستان سره موافقه لري چې د سولې او روغې جوړې بهير او دهغه پايلې بايد په اصولو ولاړې وي:
الف: د روغې جوړې خواته د سولې بهير بايد:
• دافغانانو په رښتني مشرۍ او مالکيت تر سره شي؛
• عمومي وي او دافغانستان د ټولو خلکو ، جنسيتونو او ټولنيز دريځه ته د نه پام له مخې، د مشروعو ګټو څرګندوي وي.
ب: مصالحه کې بايد لاندې ټکي شامل وي:
• د افغانستان د ملي حاکميت بيا تاييد،خپلواکي او بشپړتيا؛
• د زور زياتي غندنه؛
• له نړيوالې ترهګری سره د اړيکو پرېکون؛
• د افغانستان داساسي قانون او له هغې ډلې دبشري حقوقو مواد او په تيره بيا دښځو دحقوقو درناوي وکړي.
ج: د سيمې هيوادونه دغه بهير ته درناوي ولري او دهغو د پايلو ملاتړ وکړي.
د سولې هر هغه بهير، چې يادو شويو ټکو ته په پام سره وي، دنړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ به ولري.

اقتصادي او ټولنيز پرمختګ
۱۹. نړيواله ټولنه د بشري او معدني منابعو د ودې له لارې، پر ځان بسياينۍ، او آرامۍ ته درسېدو، پرله پسې او متوازنې ودې ته د لارې موندلو او د ژوند د معيارونو په لوړولو کې له افغانستان سره همغږې ده. د ثبات راوړلو په ستراتيژۍ او د پرمختګ د اوږد مهالې ملګرتيا په برخه کې نړيواله ټولنه،له افغانستان سره، د قانون د حاکميت، د عامه ادارې خدماتو، ښوونې او روزنې، روغتيا، کرنې، انرژۍ او نورو اړتياووته په پام سره په ځانګړو بنستيزو برخوکې، چې د کابل په بهير کې په ملي کچه د افغانستان دولت له خوا دکابل په بهير کې غوره او لومړي ګڼل شوي، ملاتړ کوي.
۲۰. په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت خپل لومړيتوبونه ټاکي،اصلاحات عملي او د خپلوکابل د ژمنو او دهغه له ډلې نه دعامه مالي ادارې تقويت، او دبودجې د اجرا دظرفيتونو لا ښه کول سرته رسوي او ملګري يې ژمنې تازه کوي، چې په هماغه اندازه چی د افغانستان حکومت خپلی د کابل د بهير ژمنې عملي کوي، دهغه نړيوال ملګري به په هماغه شان چې په لندن او کابل کې موافقه شوې ده، د افغانستان ضروري اړتياوو ته په پام سره به زياتې نړيوالې مرستې دې دغه هېواد ته تخصيص او د پرمختيايي مرستو زياتره برخه د افغانستان د بودجې له لارې وي. موږ د جاپان دحکومت د هغې پريکړې هرکلی کوو،چې غواړي د افغانستان په اړه کنفرانس د وزيرانو په کچه د ۲۰۱۲ کال د جولای په مياشت کې په توکيو کې جوړ کړي او په هغه کې به د افغانستان د ودې پر پايدارې ستراتيژۍ او له هغې ډلې نه د مرستو پر ګټورتوب، د راتلونکو کلو لپاره د مرستو پرهم غږۍ، او دسيمې پر اقتصادي همکارۍ خبرې کيږي.
۲۱. دليږد د بهير د پرمختګ د پياوړتيا سره، موږ د نړيوال بانک او دپيسو د نړيوال صندوق ،له خوا د اقتصادي ګواښ پيدايښت د اټکل او له هغه ډلې نه دنړيوالې ټولنې د پوځي حضور له کمښته پر راپيدا کيدونکي ګواښ پوهيږو، نو تکل لرو چې ددغه ناوړه اغيز د مخنيوي لپاره د کابل دبهير دپريکړو سره سم اغيزمنې مرستې زياتې کړو. موږ ، نړيواله ټولنه ځان د افغانستان په هغه انديښنه کې شريک ګڼو، چې دلېږد د لنډ مهاله اغيزو د حل ستراتيژي بايد، په افغانستان کې د ازاد بازار پر اصل ولاړ ديوه پايداره اقتصاد وروستي هدف ته هم لاره اواره کړي .
۲۲. په افغانستان کې نړيوالې هر اړخيزې هڅې ،په وروستې لسيزه کې يو بې ساري هوډ دی. د نړيوالې ټولنې او افغانستان ژمنې او په نړيوال امنيت کې دهغو ونډه د انتقال له بهيره لا لوړ او وړاندې تيريږي. د ليږد بهير، نړيوال حضور او هغه پورې اړوند مالي اړتياوې را کموي. موږ دا څرګندوو چې د افغانستان حکومت به تر انتقاله وروسته کلونو کې،ځانګړې، د پام وړ او دوامداره اړتياوې ولري چې د افغانستان د کورني عايد له پلوه بسيا کيدای نه شي. نو له دې کبله نړيواله ټولنه ژمنه کوي چې د د تحول په لسيزه کې، دکابل د بهير سره سم، د افغانستان داقتصادې ودې، د هغه د امنيت دساتنې پورې اړوند لګښت، دوروستيو کلنو د لاس ته راوړنو د ساتنې او د متداومې بودجوي کسر د رفعه کولو ، د ليږد د بهير د پوره برياليتوب او د افغانستان د ځان بسيا کيدلو په هدف، افغانستان ته مالي ملاتړ وړاندې کړي.
۲۳. د افغانستان اوږد مهال اقتصادي پرمختګ، له بل هرڅه نه د هغه دتوليدي سکتور په تيره بيا کرنې او کانونو پورې اړه لري. نړيواله ټولنه د کرنيز اقتصاد دملاتړ ، هغه چې غذايي امنيت، فقر کمول، په کرنه کې د کار پيداکولو په برخه او د حکومت د عايداتو راټولول تضمينوي او دهغه په وړاندې ځان هوډمنه ګڼي. د کانونو په برخه کې موږ د افغانستان په ملي شمتمنيو کې د نړيوالو د پانګه اچولو د لېوالتيا هرکلي کوو، خو دداسې يو حقوقي چوکاټ د موجوديت پر اړتيا ټينګار کوو، چې ددغو طبيعي شتمنيو ګټو رسيدل د افغانستان خلکو ته په مخامخ توګه تضمين کړی. په داسې حال کې چې خصوصي سکتور،د هيواد د راتلونکې اقتصادي ودې لارښوونه کوي، نړيواله ټولنه، د افغانستان دهغو هلو ځلو نه چې، د يوه شفاف او حسابده حقوقي رژيم چې د نړيوالو منل شويو معيارونو سره برابر وي، د عامه منابعو د مديريت، او له هغه ډلې نه د طبيعي منابعو د راټولو، هغه هم طبيعيي چاپيريال ته په پام سره، ملاتړ کوي.
۲۴. موږ ، دا څرګندوو، چې پر بازار ولاړ يو هڅوونکی اقتصاد ، په افغانستان کې د سيالۍ نه ډکو خدماتو د ودې مستلزم او د باثباته مالياتي جوړښت په ګډون د سيمه ايزو تجارتي او ترانيزيتي لارو د ودې له لارې کيدای شي. نړيواله ټولنه د افغانستان د هغو هڅو پر وړاندې، چې د بنسټيزو جوړښتونو د جوړولو او زياتوالي او د حقوقي جوړوښتونو اړوند، د سوداګرۍ او ترانزيت د ودې لپاره کوي، ژمنه ده.
۲۵. موږ، پر دې ټينګار کوو، چې د نړيوالو منابعو په ګډون د خصوصي پانګې را جلبول، د افغانستان د اقتصادي ظرفيتونو د فعالولو لپاره بنسټيز لومړيتوبونه لري. د افغانستان حکومت ژمنه کوي چې د نړيوالې پانګې اچولو لپاره، د يورومانيزم (EUROMINES) په نامه،په بروکسل کې، د نړيوالې پانګې اچوونې، چې د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د شپږويشتمې دجوړې شوې غونډې د سپارښتنو له مخې وه، د پانګې اچونې لپاره لا ښه شرايط برابرکړي.

سيمه ايزې همکارۍ
۲۶. موږ په دې باور لرو، چی دبا ثباته او بډای افغانستان، تصور په يوه با ثباته او بډايه سيمه کې کېداي شي. د ملګرتيا او سولې پيرزوينه ،ټولې سيمې ته، تر شخړې او کړکيچ نه خورا ګټوره ده. موږ د افغانستان ، هغه نظر چې رښتيني ستراتيژيکې ګټې يې له لرې او نېږدې ګاونډيانو سره ، د دوه اړخيزو او څو اړخيزو پياوړو او پايدارو اړيکو په ټينګېدو کې نغښتې دي،تاييدوو. دغه شان اړيکی به د بهرنيو لاس وهنو په کموالي،د ښه ګاونډيتوب د اصولو دپياوړتيا، خپلواکي او له سيمې سره د افغانستان په اقتصادي نېږدې والی کې مرسته وکړي.
۲۷. موږ د ”د افغانستان لپاره د استانبول کنفرانس: د آسيا په زړه کې امنيت او همکاري “کنفرانس،چې د ۲۰۱۱ کال د نوامبر په دوهمه نيټه د افغانستان په اړه په استانبول کې جوړ شوی وو ، دپايلو هرکلی کو. په تيره بيا د افغانستان دځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ، نه لاس وهنې، او د شخړو د سوله ايزحل نظرونه چې د استانبول د بهير اصلونه دي، دد لا زيات اعتماد جوړونې او د "اسيا زړه" په سيمه کې د همکارۍ لپاره يو ښه ګام ګڼو .په سيمه کې د امنيت دتامين او اعتماد لپاره موږ د استانبول په اسنادو کې د مندرجو اصولو له مخې له افغانستان سره پياوړې همکارۍ او ملاتړ رابولو. موږ د استانبول د بهيرد دوام لپاره چی د "آسيا زړه" د سيمې په چوکاټ کی غونډې ته، چې ټاکل شوې ده د وزيرانو په کچه د ۲۰۱۲ کال د جون په مياشت کې په کابل کې جوړه شي،سترګې په لاره يو.
۲۸. د افغانستان د اوږدمهالې ودې پس منظر ته په پام سره، موږ ددغه هيواد هغه نظرته چې له مواصلاتي ارتباطي پلوه يو پرمختللې سيمه او اقتصادي نيږدې والي ،چې افغانستان په هغه کې ،دجنوبي،منځنۍ اسيا، يوريشيا او منځني ختيځ تر منځ د يوه سره تړونکي پله بڼه ولري سترګې په لاره يو. موږ،د ، د تاريخي تجارتي لارو، په مسير کې ،د تجارتي لارو دزياتيدو ، د سيمې په کچه د افغانستان اقتصادي ظرفيتونو دلوړوالي په خاطر ملاتړ کوو.. په دې لړ کې موږ ، دپايدارو طرحو د چټک سرته رسولو پر بنسټ، چې د سيمه ايزو مواصلاتو د ودې سبب کيږي، لګه د تاپي غازو ليکه ( د ترکمنستان،افغانستان ،پاکستان او هند ترمنځ) او د بريښنا د لېږدولو CASA-1000 ، د ريل پټلۍ او نورې پروژې. په دې برخه کې موږ د ۲۰۱۲ کال د مارچ په مياشت کې،د تاجکستان په مشرۍ ،د دوشنبې په ښار کې د (RECCA) سيمه ايزو اقتصادي همکاريو پنځم جوړيدونکي کنفرانس ته سترگې په لاره يو.
۲۹. موږ د هغه درانه پېټې نه چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو، په تېره بيا پاکستان او ايران، په خپله خاوره کې ميليونونه افغان کډوالو ته د مهاجرت فرصت برابرولو په برخه کې په خپلو اوږو اخيستۍ، خبريو، او دې ته ژمنه لرو چې بيرته افغانستان ته د دوی د داوطلبانه، مصوون او بانظمه را ستنيدو خواوته لا زيات کار وکړو.

د راتلونکې په لور
۳۰. راتلونکې ته په پام سره، موږ ټينګار کوو، چې د انتقال دغه بهير چې په ۲۰۱۴ کال کې به پاي ته ورسيږي، بايد د تحول له لسيزې سره مل وي،چې دهغه په لړ کې افغانستان خپله بشپړه خپلواکي د يوه پياوړی او پايدار دولت له لارې چې دخلکو په خدمت کې وي لا پسې ټينګه کړي. د تحول بهير به ،د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د ملګرتيا نوې بېلګه وي. په دې ملګرتيا کې به د ملي حاکميت لرونکی افغانستان، د خپلې راتلونکې د تامين په منظور،د سيمې د سولې او ثبات لپاره ،د يوه مثبت عامل په توګه، له نړيوالې ټولنې سره ،کړه وړه پيل کوي.
۳۱. په نننۍ غونډه کې افغانستان، د راتلونکې لپاره خپل نظر وړاندې کړ: يوه فعاله او با ثباته ديموکراسي، يو پياوړی او پايداره دولت چې دخپلو خلکو په خدمت کې وي، او يو مخ پرودې اقتصاد. په داسې سيمه کی چې د رفاه او سولې لپاره مساعده وي د موجوديت او د خپلو نږدې او لري ګاوڼديانو سره د ښو اړيکو د لرلو له لارې ، افغانستان هيله لري چې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره مرستندوی و اوسي.
۳۲. د پورتنيو ټکو، عملي کيدو ته په پام سره ،نړيواله ټولنه او افغانستاڼ په رسمي توګه ژمنه کوي چې په ګډه او د مشارکت په روحيې به کار ته دوام ورکړي. افغانستان د حکومت دارۍ د چارو د ښو کولو لپاره خپلې ژمنې بيا تکراروي او له دې سره هممهاله نړيواله ټولنه، تر د ۲۰۱۴ کاله او وروسته تر هغه نه، د خپلې پرله پسې همکارۍ ژمنه اعلانوي.
۳۳. موږ نن، په بن کې د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ ، د ملګرتيا د ژورتيا او پراختيا لپاره د يوې ستراتيژيکې اجماع رسمي اعلان کوو، چې لس کاله مخکې يې د پترزبرګ په ښار کې بنسټ ايښودل شوی و. د تيرو لسو کلنو د ګډو برياوو پياوړتياوو ته په پاملرنې سره پر دې ټينګار کوو چې د افغانستان امنيت او آرامي، لا هماغه شان د ټولې سيمې او دهغه دشا او خوا پر امنيت اغيز کوي.افغانستان او نړيواله ټولنه ،ځان دغې بيا تجديد شوې ملګرتيا ته ، د يو لس کلن پړاو لپاره په غوڅه توګه هوډمن ګڼي.


دا سند د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په پنځمه نېټه د لاندنيو هيوادونو له خوا تصويب شو:
د افغانستان اسلامي جمهوريت، د البانيا جمهږري، دالجزاير ديموکراتيک جمهوریت،د ارجنتاين جمهوریت،د ارمنستان جمهوریت،استراليا،جمهوريت اتريش،د ازربايجان جمهوريت، د بحرين شاهي ،د بنګلاديش د خلکوجمهوريت ،د بلجيم شاهي،بوسينيا ګرسوګووينا،د برازيل فدراتيف جمهوريت ، بروني دارالسلام،د بلغاريا جمهوريت ،کانادا،د چين دخلکو جمهوريت ،د کولمبيا جمهوريت ،د کروشيا جمهوريت ،د قبرس جمهوريت ،دچک جمهوريت ،د دنمارک شاهي،د مصر جمهوريت ،د سلوادور جمهوريت ،د اسونياجمهوريت ، دفنلند جمهوريت ،د ګرجستان جمهوريت ،د جرمني فدرال جمهوريت ، يونان، د هنګري جمهوريت ،د ايسلندجمهوريت ، د هند جمهوريت ،د اندونيزيا جمهوريت ،د ايران اسلامي جمهوريت، دعراق جمهوريت ،ايرلند،د ايتاليا جمهوريت ،جاپان،د هاشمي اردن شاهی ،د قزاقستان جمهوريت ،د کوريا جمهوريت ،کويت،د قرغزستان جمهوريت ، د لاتويا جمهوريت ،د لبنان جمهوريت ،د فلسطين خود مختار ،د ليوانيا جمهوريت ، لوکزامبورګ،مقدونيا جمهوريت ،د مالتا جمهوريت ،مکسيکو، منګوليا، منتننيګرو،د مراکش شاهي ،د هالند جمهوريت ،نيوزيلند،دناروي شاهي،د همان سلطنت،د فليپين جمهو ري ،د پولند جمهوريت ، د پرتګال جمهوريت، قطر، رومانيا، د روسيې فدراتيف جمهوريت ، د سعودي عربستان شاهي دولت، د سلواک جمهوريت ، د سلوانيا جمهوريت، د جنوبي افريقا جمهوريت ،د هسپانيا شاهي، د سويدن شاهي، دسويس کنفيدريسيون، د تاجکستان جمهوريت ،د تايلند شاهي، د اندونيزيا جمهوريت، د ترکيې جمهوريت ،د ترکمنستان جمهوريت ،اوکراين، يوروګوای جمهوريت، بريتانيا،عربي متحده امارات، د امريکا متحده ايالات، دازبکستان جمهوريت، د ويتنام سوسيالستي جمهوريت، د آغا خان پرمختيايي شبکه، آسيايي پرمختيايي بانک، په آسيا کې د تعامل او اعتماد جوړونې د تدابيرو کنفرانس (سيکا)، د ډله ايزې دفاع سازمان، د اقتصادی همکاری سازمان (ايکو)، د اسلامی پراختيا بانک، د شمالی اتلانتيک سازمان (ناتو)، د اسلامی همکاری سازمان، د اروپا د امنيت او همکاری سازمان، د جنوبی آسيا د سيمه ايزو همکاريو سازمان (سارک)، د شانګهای د همکاريو سازمان، ملګري ملتونه ، او نړيوال بانک.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1edm.w6dmvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته