دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۲۲:۱۵
د مطلب کود : 34295
په افغانستان باندې دپخواني شوروي اتحاد دیرغل د۳۲ کلیزې په مناسبت داسلامي امارت اعلامیه
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دشوروي اشغال د ۳۲کلیزې په مناسبت له خپل ځوریدلي مسلمان ملت سره خپله خواخوږۍ څرګندوي هغوئ ته په اوسني جهادکې له الله تعالی څخه دغیبي نصرت غوښتنه کوي .
دوه دیرش کاله مخکې د ۱۳۵۸ هـ ش کال دجدي په شپږمه نیټه دپخواني شوروي اتحاد
یرغلګرو ځواکونو دننیو امریکايي یرغلګرو په څیر دټولو انساني اواخلاقي معیارونوخلاف زمونږ دهیواد په خپلواک حریم یرغل وکړ .
سره له دې چې نن له هغې نیټې تر دری لسیزې زیات وخت تیریږي خو زمونږ په
مسلمان کړیدلې اولس باندې دهماغه وحشیانه یرغل ناوړه اغیزې لا پاتې دي ،
وطن مو کنډواله ، په ملینو مهاجرین مو په پردو هیوادوکې اواره او دهیواد
ټولې اقتصادي زیربناوي مو همداسې کنډې کپر پرتې دي .
په افغانستان باندې دشورویانو وحشیانه یرغل دیونیم ملیون انسانانوپه وژل
کیدوسربیره دافغان مسلمان ملت لپاره دنورو ډیرومادي او معنوي درنو تاوانونو
په زغملو تمام شو ،هغه تاوان چې افغانان یې له منفي اغیزو څخه تراوسه ځوریږي
،خو بالمقابل یې دامریکایانو په شمول نور ډیرنړیوال دکمونیزم له شره خلاص ،څوک
دشوروي امپراتورۍ له نړیدو وروسته دمستقل هویت څښتنان شول اوچاته بیا
دشورویانو په زوال سره په نړۍ دیکتازي امتیازورپه برخه شو.
امریکایانو اودشورویانو له شره ټولو ژغورل شویو نړیوالو ته په کار وه چې له
افغانانو سره یې دخپلو محسنینو په توګه دخواخوږۍ او مرستې معامله کړې وای
،او دشورویانو دیرغل په نتیجه کې د وراوښتوتاوانونواومشکلاتو په حل کې یې
ورسره همکاري کړې وای ،خوله بده مرغه چې امریکایانو اودهغوئ مؤتلفینو هم
دتیري کوونکو شورویانو په څیر په افغانستان یرغل وکړ او دشورویانو له تیري
څخه روغې پاتې سیمې دوئ ورته په کنډوالو بدلې کړې.
افغانان دلوي الله جل جلاله په مرسته له ټولو یرغلګروسره دجهاد او مقابلې ښه
توان اوتجربه لري ،هغوئ لکه چې پرون یې دخپل جهاد په برکت نړۍ دکمونیزم له
شره خلاصه او دپخواني شوروي اتحاد په مشرۍ یې ټول ختیځ بلاک ته ماتې ورکړه نن
هماغه شان دامریکې په مشرۍ دائتلاف دیرغلګرو ځواکونوپه مقابل کې دجهاد او
مقاومت په کامیابو مرچلونوکې ناست ،اویرغلګر امریکايي ځواکونه یې په بشپړه
توګه له هغه برخلیک سره مخ کړي دي له کوم سره چې تیري کوونکي شوریان دخپل
اشغال په لس کلنۍ کې مخ ول ، شورویانو هم دخپل اشغال له ناکامي وروسته دژنیوا
تړون په پلمه له افغانستان څخه په ناکامي پښې سپکې کړي اوسني
یرغلګران هم دورته
پلمو په لټه کې له افغانستان څخه په مفتضحانه ډول دتیښتې په حال کې دي . لِلَّهِ
الأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ
بِنَصْرِ
اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
زمونږ دهیواد شرائط او موجود عیني واقعیتونه داثابته وي چې افغانستان
دپردیو یرغلګرو داشغال اومیشتیدنې لپاره په هیڅ صورت مناسب اوجمتونه دی
،دلته دچنګیزیانو،انګریزانو اوپخوانیو شورویانو تباه کیدل ددغه واقعیت ښه
شاهدي ورکوي ،نو اوسنیو یرغلګرو ته په کارده چې له دغه واقعیت نه په درس
اخیستلو سره ددې خاورې له آزمایل شویو اتلانوسره دجنګ اومقابلې په ځای د
دې هیواد اشغال ته دپای ټکی کیږدي ،ځکه دآزمایل شویو بیا آزمایل
خطاکاردی،دغرب اولسونه بایدنورهم په خپلویرغلګروحکومتونوفشار راوړي چي لازیات
دجنګي جرایموپه ارتګاب سره خپلواولسونوته بدنامي وانه ړوي اودافغانستان یرغمل
کړی اولس نورپریږدي چي ازادژوندوکړي .
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دشوروي اشغال د ۳۲کلیزې په
مناسبت له خپل ځوریدلي مسلمان ملت سره خپله خواخوږۍ څرګندوي هغوئ ته په
اوسني جهادکې له الله تعالی څخه دغیبي نصرت غوښتنه کوي .
اسلامي امارت په دي باورلري چې دالله په نصرت اودخپل مسلمان ملت دجهاد او
سرښندنوله برکته به افغانستان حتما دیرغلګرو له اشغال څخه آزادیږي،او نني
یرغلګربه دپرونیو ماتي خوړلو یرغلګرانو په برخلیک اخته کیږي. ان شاء الله
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamune.49nyo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته