دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 35258
د دولت ۹ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۲۳ تنه یی د ملي پولیسو له لورې ژوندي ونیول شول
ملي پولیسو ،ملی پوځ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۱۲ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، بغلان ، نیمروز ، ارزګان ، لوګر ، غزنی ، پکتیکا اوخوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۱۲ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، بغلان ، نیمروز ، ارزګان ، لوګر ، غزنی ، پکتیکا اوخوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۹ تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول او ۲۳ تنه یې د ملي پولیسو له لوري ژوندي ونیول شول.

په یادو عملیاتو کې یو اندازه مخدره توکې، سپک اودرانه جنګي مهمات چې ۱۰ میله کلاشینکوفونه سره د ۱۱ عدده شاژورنو ،۳ کړۍ ماینونه ، یوه پایه مخابرِه،۶۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې ،۲۴ډزه ددرنو وسلو مرمۍ،۴۰۰ ډزه دسپکو وسلو مرمۍ ،۸۹کیلوګرامه چرس ،دوه عرادي موټرسایکلونه او یو عراده موټر دهېواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا راز د هیواد ملي پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۶ کړې بیلابیل ډول ماینونه او۶ ډزه دسکرمرمی سره د ۶ ګلولو چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار، لوګر،هلمند او جوزجان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaune.49nmm1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته