دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 35297
ګیلاني به د پاکستان سترې محکمې ته د استجواب لپاره حاضر شي
یوسف رضا ګیلاني په دې تورن دی، چې د دې محکمې امر یي نه دی پرځای کړی او د دې امکان شته چې ستره محکمه هغه له دنده لرې کړي.
د پاکستان صدراعظم به نن د دې هېواد سترې محکمې ته د استجواب لپاره حاضر شي.

یوسف رضا ګیلاني په دې تورن دی، چې د دې محکمې امر یي نه دی پرځای کړی او د دې امکان شته چې ستره محکمه هغه له دنده لرې کړي.

دی د دې لپاره سترې محکمې ته غوښتل شوې، چې ولې یي له سویس څخه نه دي غوښتي چې د ولسمشر اصف علي زرداري د مالي فساد دوسیه له سره وسپړي.

د پاکستان حکومت ویلي چې ولسمشر د هر ډول قانوني تعقیب په وړاندې مصونیت لري.

ګیلاني په داسې حال کې سترې محکمې ته احضاریږي چې پر ملکي حکومت د دې هېواد د ځواکمن پوځ له خوا د هغه لیک په خاطر فشارونه زیات شوي چې ویل کیږي د زرداري د حکومت له خوا لیکل شوي او په کې له متحدو ایالتونو د پوځ له خوا د احتمالي کودتا د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه شوې ده.

ستری محکمی د دی مسلی د څیړلو لپاره یو کمیسیون ټاکلی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5x0s.yt0kn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته