دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 35945
ګیلاني د قطر له صدراعظم سره پر افغانستان خبرې وکړې
ګیلاني تیره ورځ دوحې ته ورسېد چې د قطر له چارواکو سره په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي. ګیلاني به د قطر له امیر سره هم وویني. له ده سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر او څو نور وزیران هم ملګري دي.
تاند -د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني پرون د قطر له صدراعظم شیخ حمد بن جاسیم بن جبارالثاني سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان په باب خبرې وکړې.

ګیلاني تیره ورځ دوحې ته ورسېد چې د قطر له چارواکو سره په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي. ګیلاني به د قطر له امیر سره هم وویني. له ده سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر او څو نور وزیران هم ملګري دي.

په قطر کې امریکايي مقاماتو د طالبانو له استازو سره مخکې لا خبرې پیل کړي او طالبانو تیاري ښوولې چې په دوحې کې سیاسي دفتر پرانیزي.

د قطر له صدراعظم سره ګیلاني په خپلو خبرو کې وویل چې قطر د سیمې په ثبات او د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبوي.

ده د پاکستان پر دې دریځ ټینګار وکړ چې د افغانانو په مشرۍ او د دوی په ابتکار د سولې د هلوځلو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره تېره اوونۍ کابل ته تللې وه او له افغان چارواکو سره یې په دې خبرې کړې وې چې پاکستان طالبان او نورې وسله والې ډلې د سولې په خبرو کې ګډون ته هڅولی شي.

حنا رباني کهر همداراز ویلي و چې هیواد یې حاضر دی هر هغه اقدام وکړي چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره یې افغانان غواړي.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkn0s.yt0ko6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته