دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 36161
د دولت ۱۰ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۳ تنه یی د ملي پولیسو  له لوري ژوندې نیول شوي دي
د ملي پولیسو ،ملي پوځ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۶ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل، هلمند، پکتیکا او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۱۰ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوې
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۶ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل، هلمند، پکتیکا او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۱۰ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوې او ۳ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوې دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپک اودرانه جنګې مهمات چې دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه، ۱۱ کړی ماینونه، ۱۶ لاسی ماینونه، ۲۵ ډزه درنې مرمې، ۱۳۰۰ ډزه سپکې مرمې، ۹۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریت، ۶۰۶۰ کیلو ګرام مخدره توکې، ۵ عدده د کلاشینکوف لایزرونه او یو عراده موټر شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۰ کړې بیلابیل ډوله ماینونه، یو ډز د میزایل مرمې، یو میل تفنګچه، دو لاسی بمونه او یو میل راکټ اچوونکې چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار، بلخ، کندهار، هلمند او خوست ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف اوهغه توکې یی چې د شنډولو وړ وه شنډکړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezz8x.jh8ppi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته