دخپریدو نیټه :جمعه ۵ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 36656
ګیلاني له طالبانو وغوښتل چې له کابل سره وږغېږي
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ویلي و چې د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ وي او د دوی له خوا پلان شي.
تاند - د پاکستان صدراعظم له طالبانو او نورو افغان ډلو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.


د افغانستان د سولې له خبرو سره د پاکستان ملاتړ او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته د طالبانو هڅول ډېر مهم ګڼل کېږي ځکه چې پاکستان له طالبانو سره زړې اړیکې لري او باور کېږي چې د دې ډلې اکثره مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي.

پاکستان په ځلونو ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني نننۍ څرګندونې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو اونورو مخالفو وسله والو د هڅولو لپاره د پاکستان لومړنۍ بلنه ده.

طالبانو ویلي چې دوی د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي او د کابل پر ځای غوره بولي چې له امریکایانو سره وږغېږي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ویلي و چې د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ وي او د دوی له خوا پلان شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانې کهر څرګنده کړې چې هېواد یې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د افغان حکومت د هرې هڅې ملاتړ کوي خو نه غواړي په افغانستان کې د سولې د بهیر مشري وکړي چې په نتیجه کې یې پر افغانانو حل لاره وتپل شي.

حنا رباني کهر چې د چارشنبې په ورځ یې د لندن په یو څیړنیز مرکز کې خبرې کولې وویل، افغانان د خپل هېواد په چارو کې د نورو له لاسوهنې تر پزې رسیدلي دي او د افغانستان او پاکستان د راتلونکو اړیکو لپاره هم دا مناسبه نه ده چې پاکستان د افغانستان په چارو کې ژور ښکیل وي.

د سې شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې له پاکستان څخه غوښتي و چې له طالبانو سره دې د دوی د مخامخ تماسونو ملاتړ وکړي او له هغوی سره دې د اړیکو زمینه برابره کړي.

پاکستان تل ادعا کړې چې غواړي د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې مرسته وکړي، خو ګڼ شمېر افغانان له طالبانو او نورو بنسټپالو ډلو سره د دې هېواد د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای اړیکو ته په پام سره د پاکستان پر نیت شک لري
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd990s.yt09k6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته