دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 38970
ناټو:له ۲۰۱۴کال وروسته د بهرني سرتیرو په پاتې کیدو به څه ویل ګران وي
د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف ځواکونه وایي، چې له دوه زره او څوارلسم کال وروسته به د افغانستان حالاتو ته په کتو په دې هېواد کې د پاته کیدونکو بهرنیو سرتیرو شمېر وټاکل شي.
د دغو ځواکونو ویاند کارسټن جاکوبسن نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا چې له دوه زره او څوارلسم کال وروسته به څومره بهرني عسکر په افغانستان کې پاته کیږي اوس یې په اړه څه ویل ګران دي:
(په ريښتیا هم دا له وخته مخکې خبره ده چې له دوه زره او څوارلسم کال ورسته به څومره بهرنیو عسکرو ته اړتیا وي.

خو دا به د افغانستان په امنیتي وضیعت اود سیمې په حالاتو پورې تړاو ولري.)

له دې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې تر۲۰۲۴ میلادي کال پورې به یو شمیر بهرني سرتیري په افغانستان کې پاته شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7o8x.jh8vfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته