دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 39097
د دولت ۶ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۷ تنه یی د ملي پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي
د ملي پولیسو، ملی پوځ، ملی امنیت او ایتلافی ځواکونو د منسوبینو په ۹ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کاپیسا، کندز، کندهار، هلمند، میدان وردک، غزنی، خوست او غور ولایتونو په اړوندو سیمو کی ترسره شول.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د ملي پولیسو، ملی پوځ، ملی امنیت او ایتلافی ځواکونو د منسوبینو په ۹ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کاپیسا، کندز، کندهار، هلمند، میدان وردک، غزنی، خوست او غور ولایتونو په اړوندو سیمو کی ترسره شول، په پایله کی ۶ تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول او ۷ تنه نور یی د ملی پولیسو لخوا ژوندې نیول شوې دي

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپک اودرانه جنګی وسایل ، او مهمات چې ۱۱ میله کلاشینکوفونه ، ۱ میل راکټ اچونکی ، ۳ میله پیکا ، ۱۵ میله تفنګچی، ۱۵ میله بیلا بیل ډول وسلی، ۶ پایی مخابری، ۱۱۳ ډزه د درنو وسلو مرمی، ۲۹۰ ډزه د سپکو وسلو مرمۍ، ۱۴ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، دوه لاسی بمونه، ۵۲۶ کیلوګرامه نشه یی توکی، ۴۸۰ کیلوګرامه چاودیدونکی توکی او ۱۵ عدده شاجورونه شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfexdm.w6d11az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته