دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 58265
په خوست کې لسګونه وسلې د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې
په خوست کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې چې د ملي اردو او پولیسو د پوځي عملیاتو او تلاشیو پرمهال له وسله والو مخالفینو او غیر مسوولو ډلو څخه نیول شوې دي، پرون د غیرمسوولو وسله والو د بې وسلې کولو پروګرام یا ډایاگ ته وسپارل شوې.
په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د خوست د ډایاګ پروګرام مشر ډګروال شیرداد وویل، په دې وسلو کې د کلاشینکوف، راکټ انداز، پیکا ماشیندار او ۸۲ ملي متري توپونو په ګډون له څلوېښتو زیاتې بېلابېلې وسلې شاملې دي.
د خوست والي عبدالجبارنعیمي وویل، د دې وسلو له سپارلو سره به په خوست کې امنیت نورهم ډاډمن شي.
د یادونې وړ ده چې په خوست کې سږکال د امنیتي ارګانونو له خوا ۱۶۸میله سپکه او درنه وسله د ډایاګ پروګرام ته سپارل شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkx0k.yt0j96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته