دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 59615
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هیڅوک حق نه لري، چې د یوې راډیو خپرونې بندې کړي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هیڅوک د دې حق نه لري چې د یوې راډیو خپرونې بندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني نن وروسته له هغې دا خبرې له ازادي راډیو سره وکړې، چې په زابل کې د یوې سیمه ییز راډیو مسوول د خپلې راډیو د نشراتو له بندیدو خبر ورکړ.
د قلات غږ راډیو مسوول تیمور شهزاد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د سیمه ییزو چارواکو په ضد د خلکو د لاریون د رپوټونو له خپرولو وروسته یې راډیو بنده شوې ده.

خو د زابل ولایت چارواکو رد کړې، چې ګنې دغه سیمه یېزه راډیو د د دوی په امر تړل شوې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdk90k.yt0nf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته