دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 61494
ناټو تر ۲۰۱۴م کال وروسته نه غواړي په مرکزي اسیا کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي
د ناټو د عمومي منشي مرستيال وايي، په ٢٠١٤م کال کې په افغانستان کې د پوځي ماموريت تر بشپړېدو وروسته د دې تړون غړي هېوادونه نه غواړي په مرکزي اسيا کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي.
"الکسانډر وېرشبو" دا خبره له انټرفاکس خبري اژانس سره په مرکه کې وکړه، زياته يې کړه:
”زه نه پوهېږم چې دا مهال د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې تر ٢٠١٤م کال وروسته د پوځي ماموريت د ملاتړ لپاره د مرکزي اسيا په هېوادونو کې دايمي پوځي اډو ته اړتيا لري که څنګه.“

وېرشبو چې د روسيې په يو ورځنۍ کتنه بوخت و، پرون په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال الکسي ميشکوف سره هم وکتل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbaab0.rhb89p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته