دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 71148
هلمند: په ګرمسیر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي
د هلمند چارواکي وايي چې؛ د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې پيښه تیره ورځ د درویشانو په کلي کې شوې او د پولیسو موټر په ماین ختلی دی.
د ګرمسیر ولسوالۍ یوه مسوول چې د نوم له خپریدو یې ډده کوله ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوي پولیس ټول افسران دي.
طالبانو د حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivzay.t1az526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته