دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 73295
د طالبانو وسلې، مخابرې او نور مهمات نيول شوي

تاند- په کندهار ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو د چاودېدونکو موادو، مخابرو، وسلو او مهماتو تر څنګ د دوى ځينې نور وسايل نيولي دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي دغه مهمات او نور وسايل د پنجوايي ولسوالۍ په تلقان سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس نيول شوي دي.
ويل شوي چې په نيول شويو مهماتو کې څلوېښت پايې بېلابېلې مخابرې، د کلاشينکوف په سلګونو شاجورونه او نور مهمات شامل دي.
د کندهار چارواکو نه دي ويلي چې د دغو مهماتو او وسايلو په تور يې څوک نيولي هم دي که نه.
په وروستيو کې د کندهار له پنجوايي ولسوالۍ څخه د ناامنيو راپورونه زيات ورکول کېږي. په دې ولسوالۍ کې څو- څو ځلې په بېلابېلو نومونو پوځي عمليات هم وشول، خو داسې ښکاري چې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو تحرکات ختم شوي نه دي.

https://avapress.com/vdcdkx05.yt0sn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته