دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 74653
جمهوري ریاست ولسي جرګې ته د پنځو بېلابېلو پوستونو لپاره کاندیدان ورمعرفي کړل

دافغانستان جمهوري ریاست نن ولسي جرګې ته د پنځو بېلابېلو پوستونو لپاره کاندیدان ورمعرفي کړل.
په دوی کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد عمر داود زی، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محمد اکرم خپلواک، د اساسي قانون په عملي کیدو د څارنې کمیسیون غړیتوب ته دوه تنه کاندیدان نصرالله ستانکزی او لطف الرحمان سعید او د سترې محکې د عالي شورا غړیتوب ته کاندید برات علي متین شامل دی.
دغه پنځه کاندیدان نن د ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال کریم خلیلي له خوا دې جرګې ته د باور رایې لپاره ور معرفي شول خو تراوسه معلومه نده چې ولسي جرګه به په کومه ورځ دې کسانو ته رایه ورکړي.
د ولسي جرګې منشي انجینر سید اکرام ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې سبا سه شنبه ددې جرګې د ریسانو کمیټه په دې تصمیم ونیسي چې دغو کاندیدانو ته په کومه ورځ د باور رایه ورکړي.
ښاغلي اکرام هیله وښوده چې؛ د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې به یوه ورځ دغو کاندیدانو ته د باور رایه ورکول شي.
تر اوسه معلومه نده چې دغه دوه کاندید وزیران او دا درې نور کاندیدان به د ولسي جرګې له خوا د باور رایه ترلاسه کړي او که نه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc1eqm.2bq0p8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته