دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 75660
ولسي جرګې د هرات په محبس کې د زندانيانو د اعتصاب په اړه خبرې وکړې

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د هرات په محبس کې د زندانيانو د اعتصاب په اړه خبرې وکړې. پرون د دې اعتصاب يوه اوونۍ پوره شوه.
د ولسي جرګې استازو ژمنه وکړه، چې د بنديانو د اعتصاب د څېړلو لپاره به هرات ته يو هيئت ولېږي. په هرات کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي شا و خوا دوه زره بنديانو اعتصاب کړى او د ځينو روغتيايي وضعيت نازک دى.
بنديان تور پورې کوي، چې عدلي او قضايي چارواکو دوى ته د دوى د جرم په تناسب سخته سزا په پام کې نيولې ده.
د افغانستان په لوېديځ کې د زندانونو مسوول عبدالمجيد صادقي مني چې په زندان کې ځينې نورې ستونزې هم شته:
”د بنديانو ځاى تنګ او د دوى شمېر د ځاى په پرتله څو برابره زيات دى“
چارواکي وايي د هرات زندان د څه باندې زرو بنديانو ظرفيت لري، خو دا مهال په کې تر درې زره زيات بنديان ساتل کېږي.
بنديان غوښتنه لري، چې ولسمشر دې د يوه فرمان په صادرولو سره دوى ته عفو وکړي يا دې د دوى د بند موده او جزا راکم کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbg0bz.rhbs0p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته