دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 82052
د کلاشنکوف وسلې مخترع له دې نړۍ سترګې پټې کړې
د کلاشنکوف وسلې مخترع میخایل کلاشنکوف تیره ورځ د ۹۴ کلنې په عمر کې په روسیه کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نوموړي، کلاشینکوف ټوپک چې AK 47 هم ورته ویل کیږي او د نړۍ په سطحه له زیاتو خرڅیدونکو وسلو څخه شمېرل کیږي، جوړ کړ.
هغه سړي چې شاوخوا ۶ لسیزې وړاندې يې کلاشنکوف وسله جوړه کړه، تیره ورځ د ۹۴ کلنې په عمر د روسيي په ایژویسک ښارکې شو.
میخایل کلاشنکوف په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته یو له زیاتو خرڅیدونکو سپکو وسلو یعنې کلاشنکوف جوړ کړ.
د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې کلاشنکوف ټوپک ته(اې کې فورټې سیون) ویل کیږي چې؛ د اتومات، کلاشینکوف کال ۱۹۴۷ په معنا دی.
میخایل کلاشینکوف په ۱۹۱۹میلادي کال کې د روسيي په التې سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
په ځواني کې هغه غوښتل چې؛ شاعري وکړي او په همدې هدف يې ۶ شعري مجموعې هم خپرې کړې.
خو د یوه پوځي په توګه د میخایل کلاشنکوف ژوند په کال ۱۹۳۸میلادي کې پیل شو او په هم هغه کال د پخواني شوروي د سور پوځ غړی شو.
هغه په دوهمه نړېواله جګړه کې د ټانک چلونکی او پوځي میخانیک و.
په ۱۹۴۱ میلادي کال کې میخایل کلاشنکوف ټپي کیږي او په روغتون کې د درملنې پر مهال يې پام کیږي چې زیات سرتیري د شوروي د وسلو له نیمګړتیاو شکایت کوي.
تخنیکي تجربو او شوق کلاشنکوف وهڅوه چې په خپله یوه وسله جوړه کړي.
د سلاح جوړولو لپاره د هغه لومړنۍ طرحه ونه منل شوه او په ۱۹۴۲ کال کې يې بیا اجازه ترلاسه کړه چې د یوې سلاح په جوړولو کار وکړي.
نوموړي په ۱۹۴۷میلادي کال کې وتوانید چې د شوروي او ټولې نړۍ لپاره یوه مهمه وسله جوړه کړي.
له ۶ لسیزو راپدیخوا څه د پاسه سل میلیونه کلاشنکوف جوړ شوي دي.
میخایل کلاشنکوف په ۲۰۰۲ میلادي کال کې وویل، کله چې دی ویني اسامه بن لادن کلاشنکوف سلاح په لاس کې لري نو دی ډیرخواشیني کیږي خو د نوموړي په وینا تروریستان هم کم عقلان نه دي،هغوی هم ښه سلاح انتخابوي:
"ما هغه وسله جوړه کړه چې؛ پرې زما د پلارني هېواد له پولو ساتنه وشي.
دا زما نیمګړتیا نه ده چې دا وسله هلته چیرته چې باید ونه کارول شي، استعمالیږي.
دا د سیاستوالو قصور دی نه دی طراحانو. ما دا وسله د خپل پلارني وطن د سرحدونو د ساتنې لپاره جوړه کړه او پریږدي چې د همدې همدف لپاره وکارول شي."
خو میخایل کلاشنکوف بیا په وار وار ویلي و غوره به وای چې داسې یو ماشین يې اختراع کړی وای چې د کرڼې او کرکیلې لپاره استعمالیدی.
میخایل کلاشنکوف چې پرون د ایژ ویسک ښار په یوه روغتون کې مړ شو پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسيي په ګڼ شمېر جایزو او لقبونو نازولی و.
هغه یو ځل واده کړی و او یوه لور او یو ځوی ترې پاتې شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcew78v.jh8wni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته