دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 88269
د کابل پر سرینا هوټل برید طالبانو نه؛ بهرنیو استخباراتو کړی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې؛ د کابل پر سرینا هوټل برید طالبانو نه بلکې بهرنیو استخباراتو کړی.
د جمهوري ریاست د رسنیو څانګه په یوه بیان کې د استخباراتي اطلاعاتو پربنسټ د سرچینې د نوم له اخیستو پرته وايي؛ طالبان او حقاني شبکه پر سرینا هوټل له برید څخه نه وو خبر. بیان د خاص هېواد نوم نه دی اخیستی خو د یوه پاکستاني ډیپلوماټ یادونه کوي چې څه وخت مخکې یې په دې هوټل کې غیرقانوني فلمونه اخیستل.
د ملي امنیت شورا د هېواد امنیتي ادارو ته په دې حمله کې د بهرنیو استخباراتي ادارو د لاس لرلو په اړه د څېړنو دنده سپارلې.

د جمهوري ریاست بیان همداراز یادونه کوي چې؛ د شیلډ Shield په نوم بهرنۍ خصوصي امنیتي کمپنۍ چې د هوټل د امنیت موظفه وه؛ په خپل کار کې پاتې راغلې ده او د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د کمپنۍ د کار د څرنګوالي او د برید په ټول جریان کې د هغې د احتمالي غفلت په اړه تحقیق وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaouna.49nai1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته