دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 255437
امریکا او افغانستان؛ متحد دښمن!
ورځني کتنه: ذبیح الله مجاهد؛ د "اسلامي امارت" ویاند د جو بایډن د پرېکړې په غبرګون کې؛ د امریکا ولسمشر له ناټو څخه بهر د امریکا د اصلي متحد په توګه د افغانستان د دریځ د لغوه کېدو په اړه ویلي، چې دا لقب د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه لري او «اسلامي امارت له دې کړنې اندېښمن نه دی».
ښاغلي مجاهد وویل: "په تېرو شلو کلونو کې افغانانو له دې سیمې ډېر کړاوونه سره مخ شوي او ښه خاطره نه لري."
 
 هغه زیاته کړه، "اسلامي امارت" له هېوادونو سره په ډیپلوماتیکو او سوداګریزو برخو کې ښې او ډاډمنې اړیکې غواړي.
 
 په ورته وخت کې، جو بایډن؛ په یوه رسمي لیک کې د امریکا ولسمشر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو ته ویلي چې غواړي له ناټو څخه بهر د امریکا د اصلي متحد په توګه د افغانستان حیثیت لغوه کړي.
 
 دا لقب په ۲۰۱۱ کال کې د اوباما د ادارې پر مهال افغانستان ته ورکړل شو.
 
 دا دریځ د متحده ایالاتو لخوا هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چې له متحده ایالاتو سره ستراتیژیکې سوداګریزې اړیکې لري؛ خو دوی د ناټو غړي نه دي.
 
 د جوبایډن د پرېکړې په اړه د ذبیح الله مجاهد غبرګون پرېکنده، څرګند، قوي، غوڅونکی او ځپونکی و.
 
ځکه دغه پرېکړه د امريکا له استعمار څخه د افغانستان د خلاصون او خپلواکۍ رسمي تاييد ښيي چې امريکا په بشپړ ډول زموږ پر هېواد خپل واک، نفوذ او تسلط له لاسه ورکړی او دا واکمني په نه جبرانېدونکي ډول له منځه تللې ده.
 
 خو لکه څنګه چې د «اسلامي امارت» د ویاند په غبرګون کې راغلي، دغه لقب په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا له لوري د ترسره شویو وحشتناکو جنایتونو یو له اصلي عاملونو څخه و او د افغانستان د خلکو لپاره یو ډول وحشت وو.

 په همدې اساس د «امریکا تر ټولو لوی غیر ناټو متحد» لقب د افغانستان په ګټه نه و. زموږ هېواد هېڅکله له دې لارې پرمختګ، امنیت، ازادۍ او سوکالۍ ته نه دی رسېدلی. برعکس، د اشغالګرو ځواکونو په بې سارې تسلط سره، د بهرني اشغال او تیري له امله د جنایتونو او ناورینونو ابعاد ورځ په ورځ لاپسې ژوریدل. هغه جنایتونه او تراژیدي چې بې دفاع خلک یې اصلي قربانیان وو؛ پرته له دې چې مشران او عاملینو سره يي حساب وشي او د قانون او عدالت په وړاندې محاکمه شي.
 
 البته په دې کې شک نشته چې د یوه فاسد، اجیر او ګوډاګي حکومت غړو له امریکا سره د افغانستان د "ستراتیژیکو" اړیکو له ګټو څخه ډېره ګټه پورته کړه. هماغه دوه ګوني وطنپال چې د سفارتونو او غربي پوځي قوتونو په مداخلې او پټ ملاتړ سره یې د واک پر تخته قبضه کړې و، په قصدي د افغانستان د خلکو په وړاندې د امریکايي پوځیانو قصدي جنایتونه توجیه او یا له پامه غورځول او کله یې له خپلو خلکو سره خیانت کاوه. هیواد یې خرڅ کړ او په بزدلانه ډول د سیمې او لویدیځو هیوادونو ته وتښتیدل، د افغانستان د خلکو ډوډۍ او پیسې یې و امریکا، انګلستان، امارات، ترکیې او لویو ښارونو ته يي یوړلي. د څو ملیونو ډالرو کورونه یې واخیستل او په بې شرمۍ سره یې د فساد او د بهرنیانو د خزانې او اجیرانو په لوټلو سره د امیرانو ژوند تیروي.
 
خو د افغانستان د عامو خلکو لپاره د «امریکا اصلي غیر ناټو متحد» لقب له تباهۍ پرته بله ګټه نه درلوده. ځکه چې امریکا له دې نظره د «متحد دښمن» متضاد تعبیر درلود. هغه هېواد چې له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون په نوم یې په حقیقت کې له افغانستان سره دښمني وکړه، هېواد یې د لویو جګړو و کندي ته راښکته کړ، خلک یې بې وزله او وږي ساتل، د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې زیربناوو لپاره یې هېڅ اړین کار نه وکړل. سیاسي فساد یې خپل اوج ته ورساوه، فاشیزم او توکم پالنه یې بنسټیزه کړه، د ټاکنو په پایلو کې یې لاسوهنه وکړه او خپل لاسپوڅي عناصر یې واک ته ورسول او بالاخره یې هېواد د فقر، ناورین، فساد او سقوط په منځ کې پرېښود او وتښتېدل.
 
 دې ته په پام سره، آیا د امریکا د اصلي غیر ناټو متحد لقب په حقیقت کې د افغانستان لپاره په تېرو شلو کلونو کې له بربادۍ، بې وزلۍ او ناورین پرته بله کومه پایله درلوده؟ د دې لقب لغوه کول به د افغانستان خلکو ته څه زیان ورسوي؟ او ولې د بایډن د دې پریکړې په اړه جوړ شوی حکومت باید اندیښمن وي؟ دا پریکړه د امریکا او ناټو له استعماري کنټرول څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د منلو بل تایید دی.
 
https://avapress.com/vdcbfsb5zrhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته