دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 193220
زابل کي ۱۷ تنه وسلوالو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې
په زابل کي د خالد ۹۸ په چوکاټ کي د شهید عبدالرازق په نامه پیل سوو عملیاتو کي تر دا مهاله ۱۷ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عملیات چي د ۲۰۵ اتل قول اردو د پرسونل په شمول د ګډو امنیتي ځواکونو، هوايي ځواک او توپچي ضربو په مرسته پر مخ وړل کیږي، تر دې مهاله پکښي ۱۳ تنه وسلوال طالبان وژل سوي او د طالب وسلوالو ددوو قومندانان موسي زي او قومندان ننګیالي په شمول ۴ تنه ژوبل سوي دي.

دغه عملیات د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ په شرقي او غربي سیمو کي ترسره سوي دي.
 
https://avapress.com/vdcci1qsx2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته