دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 267834
د قدس نړیواله ورځ د باطل پر وړاندي د حق آواز دی
رحمت الله فیضان/ فلسطین یادوم ، فلسطین یا پخوانی کنعان چې د ۲۵۰۰۰ کلیومترو مربع مساحت په درلودو سره د حضرت موسی علیه لسلام ، حضرت عیسي علیه السلام په څیر د سترو پیغامبرانو د ظهور ټاټوبی دی، همدا راز د ابراهیم علیه السلام کور هم پاته شوی ، اورشلیم یا د بیت المقدس پخوانی ښار، په همدې فلسطین کې ودان شوی او د فلسطین له مهمو ځایونو څخه شمیرل کیږي
د حضرت موسی علیه السلام تر بعثت وړاندي هغه وخت چي پر مصر د فرعونیانو واکمني وه اسرایلیانو خپل جمعیت له مصر څخه د موعود سیمې په لور وکوچول چې دې خوځښت کم له کمه څلویښت کاله وخت واخیست ، له موسی علیه السلام وروسته د یوشع علیه السلام په وخت کې د دې زمینه برابره شوه چې اسرایلیان له اردن څخه تیر او نويو ښارونو ته ورسیږي ، اسرایلیان چۍ کله نویو سیمو ته ورسیدل هلته یې د خلکو پر وژلو چور او تالان لاس پوري کړ چې د اورشلیم په ګډون د پنځو نورو ښارونو وګړي د اسراییلیانو پر وړاندې متحدانه د دوی مقابلې ته را ووتل ، د یو شع علیه السلام او بني اسرایلو پر وړاندي یې له سختو جګړو وروسته یو پر بل پسي ماتې وخوړه یوازي فلسطنیان وو چې د بني اسرایلو پر وړاندي یې کلک مقاومت وکړ او بني اسرایل یې مغلوب کړل .
د څو متعددو جګړو په پایله کې اسرایلیان و توانیدل چې پر فلسطنیانو بری و مومي د حضرت داود علیه السلام له میلاد وړاندي اسرایلیان وتوانیدل چې اورشلیم د فلسطنیانو له ولکې څخه وباسي او بیت المقدس یا د خدای کور هلته ودان کړي چي د ودانولو چاري یې د حضرت سلیمان علیه السلام په وخت کې بشپړې شوې .
بیت المقدس له اسلام وروسته :
بیت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله او له مکې او مدینې وروسته دریم مقدس ښار دی ،همدا راز د یهودیانو او مسیحیانو لپاره هم مقدس ښار ګڼل کیږي .
په۶۳۷ میلادي کال کې د مسلمانانو او او بیزانس امپراتوري ترمنځ نیښته را منځته شوه او د مسلمانانو د ستر غازي اوبوعبیده بن جراح رضي الله عنه له لوري اورشلیم محاصره شو له شپږمیاشتنۍ محاصرې وروسته د سوفرونیوس چي د بیزانس واکمني واکمن وو په دې شرط چي د مسلمانانو خلیفه به راځي او بیت المقدس به ورته سپاري تسلېمي ته غاړه کېښووه، په ۱۶ هجري کال کې عمر فاروق رضي الله عنه د بیت المقدس د سپارلو په موخه بیت المقدس ته سفر وکړ .
د بیت المقدس په فتحي سره اسلامي حکومت پر فلسطین د خپل حاکمیت وزرې داسي و غوړولې چې آن تر صلیبي جګړوپوري بیت المقدس له امن ترین ښارونو څخه وو .
د صهیونیزم اشغال او وحشتونه یې:
په ۱۹۲۰ میلادي کال کې په فلسطین کې د یهودیانو شمیره یوازي پنځوس زره کسان وو خو د فلسطین پر خاوره د انګرېزانو ۳۱ کالني واکمنۍ پر مهال یې زیاته هڅه دا وه چې د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه د لوېديځ یهودیان د فلسطین خاورې ته راولي، نو کله چې انګرېزانو په ۱۹۴۸ زېږدېز کال کې فلسطین پرېښود، نو د یهودو د نفوسو شمیره پنځه لکه او شپته زرو کسانو ته لوړه شوي وه او د فلسطین د اشغالولو پوره زمینه برابره شوې وه.
د فلسطنیانو او یهودیانو ترمنځ لومړۍ جګړه هم په ۱۹۴۸ کال کې پیل شوه ، دې جګړې ته اسرایلیانو د استقلال جګړې نوم ورکړ خو فلسطنیانو ورته د (نکبت ) یعني مصیبت جګړې نوم ور کړ ، دا جګړه د بریتانیا د قیمومیت پر مهال را منځته شوه د دې جګړې په ترڅ کې اوه سوه زره فلسطنیان له خپلو سیمو وشړل شول او ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول .
د ۱۹۴۷ میلادي کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا او انګلستان په غوښتنه د فلسطین تقسیم او د یهودي دولت جوړیدل اعلان کړل. د دې تقسیم له مخې د فلسطین ډيره برخه (۵۷ فیصده) یهودو ته ورکړل شوې وه. خو یهود چې د اشغالګرو همکاري ورسره وه په دې یې هم قناعت نه درلود او د فلسطین اکثره برخې یې په زور ونیولې، فلسطیني مسلمانان یې د خپلو کلیو پریښودلو ته مجبور کړل په پای کې فلسطیني مسلمانانو ته د بیت المقدس شرقي خوا، دغه راز د اردن سیند لویدیځه غاړه او د غزې تړانګه ورپاته شوه. نورې سیمې ټولې د اسرائیلي دولت برخه شوې.
یهودیانو د خپل ۷۶ کلن اشغال په اوږدو کې له هیڅ ډول ظلم وحشت بربریت د ښځو او ماشومانوسپنږیرو او ملیونو ځوانانو له شهادت، تعذیب او اسارت څخه ډډه ونه کړه همدا زار د دې اشغال په دوران کې یې د فلسطیانو ملکیتونه او جایدادون مصادره کړل او دا وحشت لا اوس هم دوام لري .
غزه د فلسطیني مسلمانانو قتلګاه او زندان :
د دې سیمي اوږد والی ۴۱ کیلو متره او پلن والی یې له پنځو تر پنځلس کیلومترو پوري دی ، جنوب طرف ته له مصر ختیځ او شمال پلو ته له اسرایلو او غرب پلو ته د مديتراني له بحري سره ګډه پولي لري ، د غزې ټول مساحت ۳۶۰ کیلومتر مربع دی ، غزې ته د بحر له لاري د هر ډول کشتیو تګ راتګ د اسرایلو له لوري ممنوع اعلان شوی دی .
اسرایلو په دې سمیه کې د بشریت ضد زړه بږنوونکي جنایات تر سره کړي دي ، بي رحمه بمباري ، په توپونو او ټانکونو د مسلمانانو کورونه ورانول د ښځو او ماشومانو شهیدانول ، د روغتونونو له منځه وړل ، د څښاک ابو سیستم له منځه وړل خلاصه د غزې په سلو کې څلوېښت سلنه ودانۍ ورانول ټول هغه جنایات دي چي د بشریت په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي .
په ۲۰۲۲ میلادي کې په فلسطین کې د اسرایلو له لوري تر سره شوي جنایات:
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګي اداره یا (او چا )په خپل وروستي را پور کې کاږي: په ۲۰۲۲ کال کې ۲۳۰ تنه فلسطنیان د صهیونستانو له لوري د مردکو په وسیله په شهادت رسیدلي چي له دې ډلي ۱۷۱ تنه په باختري کرانه کې ،۵۳ تنه په غزه تړانګه کې او شپږ تنه په نورو سیمو کې په شهادت رسیدل .
د اوچا راپور کاږي چي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۹۳۳۵ تنه عام فلسطنیان د صهیو نستانو له لوري د یرغلونو پر مهال ټپیان شوي دي .
۶۵۰۰ تنه فلسطنیان د یهودیانو له لوري زندانو ته وړل شوي چي له دې ډلي څخه ۴۷۰۰کسان لا اوس په زندانو کې پاته دي .
۸۳۳ بابه ودانۍ د اسرایلو له لوري په باختري کرانه او اشغالي قدس کې ورانې شوي دي .
د اوچا د را پور پر اساس په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اسرایلو له لوري د فلسطنیانو ضد ۷۹۳ حملې ترسره شوي دي چي له امله یې فلسطنیانو ته زیات مالي تاوانونه اړولي دي .
را پور زیاته وي چي په تیر کال کې ۷۰۰۰ تنه عام فلسطنیان د اسرایلو له لوري نیول شوي چي د هغوی له ډلي ۱۶۴ تنه انجوني او میرمني ۸۶۵ تنه ماشومان تر سترګو شوي دي .
د یادولو وړ دی چي اشغالګر رژیم د اشغال له پیله بیا تر اوس په اشغالي فلسطین کې د ډول ډول جنایاتو مرتکب شوی او د بشري حقوقو د ستر ناقض په توګه یې لومړی مقام تر لاسه کړی دی .
د قدس نړیواله ورځ :
په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې چې د ۱۳۹۹ هجري قمري کال سره سمون خوري د رمضان د میاشتي په ۱۳مه ورځ د ایران د اسلامي انقلاب موسس سید ایات الله روح الله موسوی خمیني په یو پیغام کې د ایران او نړۍ له مسلمانانو څخه وغوښتل چي د رمضان د میاشتي وروستۍ اونۍ دي د (قدس) په نامه و لمانځل شي او له فلسطنیانو څخه دي ملاتړ او له یهودیانو څخه دي کرکه او نفرت اعلان کړل شي .
دا ورځ هر کال نږدې په ډیر شمیر اسلامي هیوادونو کې د غونډو او لاریونونو په ترڅ کې لمانځل کیږي چي ګډون کوونکي یې د خپلو وینا وو په ترڅ کې خپل ملاتړ د فلسطین له مظلوم ولس څخه اعلامه وي ، د قدس نړیواله ورځ د باطل پر وړاندي د حق جبهه ده ،د ظلم پر وړاندي د عدالت صف دی د صهیونیزم و ژونکي سرطان پر وړاندي دمظلومیت فریاد او چتولو ورځ ده .
د فلسطین او په خاص ډول په هغه کې د اقصي شریف ( د مسلمانانو لومړۍ قبلې) قضیه په عقیدوي لحاظ د ټول اسلامي امت شریکه قضیه ده چې د هغې په اړه هرډول تنازل او لا پروايي له اسلامي معتقداتو او ارزښتونو څخه تنازل ګڼل کیږي ،یوازي د ورځو لمانځل، د غونډو جوړول او لاریونونه کولو دا ستر زخمونه نشي دوا کولی بلکي د دې سرطان له منځه وړل سترو حراجي علمیاتو اړتیا لري ،د فسلطیني ولس د آزادي لپاره باید عملي ګامونو واخیستل شي او په دې برخه کې اسلامي امت په واحد صف کې سره را ټول او جدي اقداماتو تر لاس لاندي ونیسي .
د قدس نړیواله ورځ د باطل پر وړاندي د حق افغان غږ خبری آژانسز دی.
 
https://avapress.com/vdcfmed0jw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته