دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 100245
جمهور رئيس احمدزي له امریکايي سناتورانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وروسته له امریکايي سناتوران، تيموتي کېن او انګس کېنګ سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، دویم مرستیال سرور دانش او د اصلاحاتو او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په برخه کې د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود هم حضور درلود، په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پیاوړتیا او پراختیا، د افغانستان د اقتصاد د ودې او د لوړو زده کړو په برخه کې خبرې وشوې.
امریکايي سناتورانو وویل چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان لپاره نوې هيلې راټوکولې دي، له همدې کبله موږ په دې هڅه کې یو، چې څنګه وکولای شو له نوي حکومت سره خپل ملاتړ او همکارۍ لا پیاوړې کړو.
دغو سناتورانو همداراز دا هم وویل چې امریکا به له نوي حکومت سره په همغږۍ کې او د افغانستان د اړتیا له مخې همکاري کوي او دا به په ګوته کوي چې دغه همکارۍ چېرته او څنګه اغېزمنې تمامېدلای شي.
جمهور رئيس احمدزي افغانستان ته د دوی د راتګ له کبله د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې زیاته کړه: د ملي یووالي حکومت جوړښت به په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره یو بنسټ وي.
ډاکټر احمدزي وویل چې افغانستان او نړۍ له ګډ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او په له منځه وړلو کې يې باید جدي او ژر تر ژره ګام اوچت شي.
جمهور رئيس زیاته کړه: د افغانستان امنیت موږ ته ډېره مهمه مسله ده، همدې لپاره پر یوې ستراتيژيکې امنیتي طرحې کار کوو، چې څنګه په افغانستان کې سوله ټينګېدی شي او په دې برخه کې همکارۍ ته اړتیا ده.
ډاکټر احمدزي له امریکايي سناتورانو سره په خبرو کې په نړیوالو مارکېټونو کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لپاره د بازار موندنې د هڅو یادونه هم وکړه او ويې ویل چې د افغانستان د اقتصاد وده، د افغانانو لپاره ډېره مهمه مسله ده او په دې برخه کې د نړیوالو همکارۍ ته اړتیا ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkvnzm23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته