دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 105045
القاعده له بې پېلوټه الوتکو څخه د خپلو غړیو د ساتنې لارښود خپور کړ
تاند- القاعده شبکې د امریکا له بې پېلوټه الوتکو څخه د خپلو غړیو د ساتنې لپاره یو ویدیويي فلم جوړ کړی چې په هغه کې د ژغورنې لارې ښودل کېږي.
د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، دا ویدیو ښيي چې د القاعده ترهګرو د امریکا د پوځي تاکتیکونو په اړه څومره څېړنه کړې ده.
په دغه شپاړس دقیقه يي فلم کې د القاعده شبکه خپلو غړیو ته د ځان ساتلو شېوې ګام په ګام ښیي.
په دې شېوو کې ښودل کېږي چې المونیم اجازه نه ورکوي چې بې پېلوټه الوتکه د انسان تودوخه احساس کړي.
القاعده ادعا کوي چې په دې توګه بې پېلوټه الوتکې څوک پېژندلی او لیدلی نه شي.
خو تراوسه پوري دا دقیقه نه ده چې ایا په رښتیا هم بې پېلوټه الوتکې هغه کسان نه شي لیدلی چې المونیمي پوښ یې تر ځان راتاو کړی وي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې په تېرو۱۰ کلونو کې په افغانستان، پاکستان، سومالیا او یمن کې بې پېلوټه الوتکو تر ۱۱۴۷ زیات ترهګر وژلي دي. ویل شوي چې ممکن ځیني وژل شوي ترهکر نه وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaymn6m49nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته