دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 114087
۳۲ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کندهار، ارزګان، میدان وردک، ننګرهار، بغلان او پکتیا ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۳۲ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۲۰ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7t9quak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته