دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 116314
ميرکل: د اروپا نور هېوادونه هم بايد د کډوالو په مساله کې خپل مسووليت ادا کړي
تېر ماښام شا و خوا ٩ زره کډوال د جرمني د مونشن ښار د رېلګاډو مرکزي تمځاى ته ورسېدل او د شپې تر نيمايي پورې ١٣٠٠ نور کډوال هم ورسره ملګري شول.

د سوريې، عراق او نورو هېوادونو دغو پناه غوښتونکو او کډوالو اوږدې لارې وهلي او ډېرې ستونزې يې ګاللي چې ځانونه جرمني ته ورسوي.

جرمني چارواکي اوس پر دې غور کوي چې د مونشن ښار د المپيا مسابقو لوى سټوډيوم دغو کډوالو ته د اوسېدلو په موقتي ځاى بدل کړي.

د بايرن ايالت يوه چارواکي وويل چې مونشن ښار د کډوالو لپاره له ٣زرو نيولې تر ٥زرو پورې بسترو ته اړتيا لري. ده د جرمني له نورو ايالتونو د مرستې غوښتنه وکړه.

د رسمي ارقامو له مخې له تېرې پنج شنبې راهيسې شا و خوا ٣٧ زره کډوالو په جرمني کې نوم ليکنه کړې او د روان ميلادي کال له پيله ٤٥٠زره کډوال جرمني ته رسېدلي او تمه کېږي د کال تر پايه يې شمېر اتو لکو ته ورسېږي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا ميرکل يو وار بيا د کډوالو د منلو په برخه کې د خپلې پاليسۍ دفاع وکړه او ويې ويل؛ د اروپايي ټولنې نور غړي هېوادونه هم بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي:

”تېره اوونۍ مو په اضطراري حالت کې يو تصميم ونيوه. زه پوره باور لرم چې دا يو سم تصميم و؛ زموږ خلکو خپل مسووليت په بشپړه توګه ادا کړ؛ څو څرګنده کړي جرمني د هغو کسانو ملاتړ کوي چې ورڅخه پناه غواړي؛ يعنې د کورنيو جګړو کډوال او هغه کسان چې پناه ته اړتيا لري.

تېرو ورځو ته په پام سره بايد ووايم چې دا يوازې د جرمني مسووليت نه دى؛ بلکې دا د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېواونو دنده ده او زه پر دې مسالې ټينګار کوم.“

د جرمني صدراعظمې دغه راز څرګنده کړه؛ يوه موضوع بايد ټولو ته واضح شي چې د جرمني دروازې د هغو کسانو په وړاندې تړلي دي چې د اقتصادي ستونزو له کبله ورته راروان دي.

د هغې په خبره داسې کسان به په جرمني کې اينده ونه لري او که د اقتصادي ستونزو له کبله جرمني ته راځي دا هېواد به دا توان ونه لري چې د اړو کسانو لاسنيوى وکړي.

په همدې حال کې پرون د اروپا په څو ښارونو کې د کډوالو په پلوي مظاهرې وشوې او په زرګونو کسانو په کې برخه واخيسته.

اکثره کډوال چې جرمني ته روان دي؛ د افغانستان، سوريې، عراق او نورو هېوادونو دي چې د جګړو له کبله له خپلو هېوادونو وځي؛ د ترکيې، يونان او هنګري له لارې ځانونه لوېديځې اروپا ته رسوي.

د دې تر څنګ په زرګونو نور کسان د مديترانې سمندرګي له لارې ځانونه د اروپا سواحلو ته رسوي؛ خو دا لار خوندي نه ده او هر کال په زرګونو کسان منزل ته تر رسېدو مخکې د سمندر په اوبو کې ډوبيږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcb80b8arhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته