دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 116819
په لوګر ولایت کې د طالبانو د یوې ترهګرې ډلې له منځه وړل
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو له خوا د لوګر ولایت خوشي ولسوالۍ په توره چینه سیمه کې د طالبانو په یوه ترهګره ډله د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د قاري یوسف په نامه د طالبانو د ډلې یو تن قوماندان چې په عمري مشهور دی دده له څلورو تنو همکارانو سره ووژل شو او یوولس تنه نور ترهګر ونیول شول.
یادې ډلې هوډ درلود چې د لوی اختر په ورځو کې په کابل او لوګر ولایتونو کې یو لړ ترهګریز بریدونه طرح او ترسره کړي.

له دې سره ددغې ډلې له پټن ځای څخه:

- یو میل پیکا

- یو میل کلاشینکوف

- یو میل کرینوف

- یو میل ټي ټي تفنګچه

- یو میل ۱۱ ډزې سلاح

- شپږ لاسي بمونه

- یو پایه آی کم مخابره

- دوه موټرسایکلونه

- یو قاب دوربین او یوه اندازه نور چاودېدونکي او پوځي توکي د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو ترلاسه کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80b89rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته