دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 119992
بارک اوما: د اسلامي دولت ډله له منځه تلونکې ده
بارک اوباما په دې هکله خپلې پرونۍ وینا کې زیاته کړه چې د ترورېزم ګواښ په وروستیو کلونو کې يوې نوې مرحلې ته داخل شوی دی.

خو ټینګار یې وکړ چې اسلامي دولت ډله یا داعش له منځه تلونکې ده.

په تېرو اوو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د امریکا جمهور رئیس د ترورېزم په اړه دا ډول وینا کوي.

بارک اوباما خپله دغه وینا چې ۱۳ دقیقې وخت یې ونیو څو ورځې وروسته ترهغې وکړه چې یو نارینه او میرمن یې د کالیفورنیا د سن بیرناردینو په سیمه کې د ټولنیزو خدماتو په یوه مرکز برید کې ۱۴ کسه ووژل او ۲۱ تنه نور یې ټپيان کړل.

د امریکا جمهور رئیس د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې افراطیت او د اسلامي دولت ډلې مفکوره وغندي او ترورېزم ضد مبارزې سره همکاري وکړي.

بارک اوباما ټینګار وکړ چې د لویدیځ او اسلام ترمنځ کوم جنګ نشته.

هغه وویل چې داسې بریدونه امریکا ویرولی نه شي. د امریکا جمهور رئیس دغه راز غوښتنه وکړه چې د هېواد په بازارونو کې د وسلو د خرڅلاو قوانین باید سخت کړای شي او کوم کسان چې د ترورېستانو په لېست کې شامل وي باید وسله وانه خیستلای شي.

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په اهدافو باندې د لویدیځو ځواکونو هوايي بریدونه کیدای شي یوه اوږدمهاله بریا رامنځ ته کړي.

خو دا یي هم وویل چې واشنګټن باید په دغو دواړو هېوادونو کې له اوږدې ځمکنۍ جګړې ځان وساتي.

بارک اوباما وویل چې واشنګټن د اسلامي دولت ډلې د مالي منابعو د له منځه وړلو لپاره په ټوله نړۍ کې خپلو متحدینو سره نږدې همکاري لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy9qxak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته