دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 121315
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس د غزني له قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د غزني له یوشمېر قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو سره ولیدل.

د غزني قومي مشرانو او مخورو په دې ولایت کې شته ستونزې له اجرائیه رئیس سره شریکې کړې او له هغه یې د حل غوښتنه وکړه.

د غزني د امنیتي وضعیت ښه والی، په ادارو او دولتي تشکیلاتو کې د توازن برابرېدل، د اندړو د پاڅون ملاتړ، شهیدانو او ټپيانو ته یې د مرستو د زمینې برابرول، د تړلو ښوونځیو پرانسته او د نا امنه ولسوالیو د اوسېدونکیو ژوند ته پاملرنه د هغوی اساسي غوښتنې وې.

دغو مشرانو خبرداری ورکړ، که چېرې د اندړو، ګېرو، مقر او ځينو نورو ولسوالیو چې د طالبانو تر مستقیم یرغل لاندې دي، پاملرنه ونشي؛ نو لرې نه ده چې سقوط وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې په غزني کې ستونزې جدي دي او د دوی په لومړیتوب کې قرار لري.

هغه وویل، چې په غزني کې په دولتي تشکیلاتو د انډول برابرول یو اساسي کار دی، چې له بده مرغه تر اوسه ورته پام نه دی شوی. ده ژمنه وکړه، چې په دې اړه به لازم اقدامات ترسره کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې د غزني د مشرانو په ټولو وړاندیزونو به غور او له ولسمشر سره سلا مشوره وکړي او له هغې وروسته به لازم ګام پورته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizzazwt1arp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته