دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 121650
نواز شريف او جنرال راحيل شريف ايران او سعودي ته ځي
د پاکستان سياسي او پوځي مشران په داسې وخت کې سعودي او ايران ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو خپلمنځي تعلقات خراب شوی او همدا راز د رياض او تهران ترمنځ سفارتي تعلقات هم ځنډېدلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، صدراعظم شريف به د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا ايران او سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د دغو هېوادونو له چارواکو سره پر سيمه ييزو او نړېوالو اړيکو خبرې وکړي.

خبرپاڼه همدا راز کاږي:

"پاکستان د سعودي او ايران ترمنځ په دې وروستيو کې په رامنځته شوې شخړې سخت اندېښمن دى او صدراعظم نواز شريف د دغه شخړې د سوله ييز حل لپاره غږ کړى دى."

د پاکستان سياسي او پوځي مشران تر هغې وروسته د ریاض او تهران په سفر وځي چې څو ورځې وړاندې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر او د دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان اسلام اباد ته راغلي وو او له سياسي او پوځي مشرانو سره يې د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ په ضد د جوړ شوي ٣٤ هېوادونو ګډ پوځي ايتلاف په ګډون په ځينو مساېلو خبرې کړې وې.

که له يوې خوا په دې وروستيو کې د رياض او تهران ترمنځ تعلقات خراب شوي، نو له بلې خوا اسلام اباد پر دغو دواړو هېوادونو بيا بيا غږ کړى چې رامنځته شوې شخړه دې د خبرو اترو له لارې اواره کړي.

همدا شان چارواکو ویلي وو چې پاکستان به په مناسب وخت کې به د ایران او سعودي ترمنځ د منځکړي هڅې وکړي.

په عين حال کې د پاکستان د سيمه ييزو چارو څارونکي د ايران او سعودي ترمنځ شخړه کې د پاکستان د بې طرفه پاتې کېدو او د منځګړي په توګه د رول لوبو هرکلى کوي او وايي چې دا به پر پاکستان او سيمه ښه اغېز وښندي.

په پېښور پوهنتون کې د ايريا سټډي سنټر مشر پروفيسر سرفراز خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"سعودي عرب تقريباً يو کال ده کېږي چې کوښښ کوي چې پاکستان دې هغه سره د هغې په جګړه کې ودرېږي چې هلته بل فريق چې د هغوى مخالفينو سره ولاړ دى، هغه ايران دى. زموږ حکومت او د پوځ لښکر هغوى مخکې هم دا ونه منله چې هغوى به له سعودي عرب سره د هغوى په شخړه کې د پوځي طريقې باندې ودرېږي او دلته ملک کې هم اوازونه دا وو چې پاکستان دې د ثالثۍ کار وکړي او جګړه کې دې برخه نه دخلي، ګنې جګړه به کور ته راوړي.زما په خيال حکومت او سرلښکر ښه فيصله کړې ده، هغوى به ځي اول سعودي عرب ته بيا ايران ته او کوښښ به کوي چې دواړه يو بل سره خبرو اترو ته کېني. بل دې نه پس به د چېن صدر هم سعودي عرب ته ځي. نو اميد دا دى چې پاکستان، چېن او روس دا هغه قوتونه دي چې کوم غواړي چې دې علاقې کې امن وي او دا به ښه خبره وي چې ثالثي يې ومنلى شي."

د سعودي او ایران تعلقات تر هغه وروسته خراب شول چې ریاض یو شیعه عالم نمر باقر النمر اعدام کړ چې په ايران کې يې د خلکو غوسه راوپاروله او مظاهره کوونکيو په تهران د سعودي پر سفارت بريد کړ او اور يې ورته کړ.

سعودي تر دغې پېښې وروسته ايراني ډيپلوماتانو ته له رياضه د وتلو حکم وکړ چې بيا وروسته ځينو نورو خليجي هېوادونو هم ددې هېواد په ملاتړ له ايران سره سفارتي تعلقات وځنډول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcam6n6w49nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته