دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 125039
ارګ: له غیر مسوولو وسله‎والو سره جدي چلند کوو
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دوا خان‎ مینه‎پال وایي چې ولسمشر ټولو امنیتي ارګانونو ته امر کړی څو د خپل سرو وسله‎والو ډلو مخه ونیسي. وروستۍ پېښه په تخار کې غیر قانوني وسله‎والو د دې ولایت د ولایتي شورا یو غړی او د کندز لویې لارې قومندان د له څو تنو نورو سره وژلي او یا یې ټپیان کړې دي.
نوموړي وویل:"د افغان ځواکونو له ځواک څخه مشروع کار اخیستنه یوازې د دولت په واک کې ده او د دولت له چوکاټ څخه بهر هېڅوک د وسلې کاروونې حق نلري او ولسمشر ټولو امنیتي بنسټونو ته امر کړی د ی چې د دغودلو پر وړاندې اقدام وکړي."
د ملي شورا د غړو په باور په دې وروستیو کې د غیر مسولو وسله‎والو فعالیت زیات شوی دی او له ډېرو دغو کسانو، حکومت کې د ننه یو شمېر کړی ملاتړ کوي. دوی وايي چې حکومت د دغو ډلو په لمنځه وړو کې ناغیړي کړې ده، دوی زیاتوي چې وسله‎والې ډلې په هر ولایت کې چې وي د طالبانو او القاعدې ډلې څخه خطرناکه دي.
د ولسي جرګې غړی،سید محمد حسن شریفی بلخابي وایي:"دا ډلې باید له منځه یوړل شي او د دوی بې‎وسلو کولو په اړه د ملي یووالي حکومت مشرانو ټولې ژمنې باید عملي شي. دا ډلې داسې فعالیتونه لري چې خطرناکه دي او زموږ د خلکو لپاره له القاعدې او طالبانو زیات وېره‎وونکي دي."
په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړی، محمد آصف صدیقي وایي:"دغه غیرې مسوولې ډلې چور او چپاول کوي. دوی خلک تپي او معیوب کوي او پر خلکو ظلم کوي. حکومت په خپله ژمنه کړې وه چې د دغو ډلو پر وړاندې درېږو خو دا کار ونه‎شو او باید د دغو ډلو له لاس څخه ټوپک واخیستل شي."
دا کسان ټینګار کوي چې دغو غیر مسوولو وسله‎والو ډلو ته د حکومت نه‎پام د امنیتي ځواکونو د روحيې د کمزورې کېدو، همداراز په هېواد کې د جرمونو د زیاتېدو لامل هم شوی دی.
په دې وروستیوکې د غیرمسوولو وسله‎والو په یوه برید کې د تخار ولایتي شورا یو غړی عین الدین روستاقي له څو تنو نورو سره ووژل. په بله پېښه کې د فرخار په ولسوالۍ کې د تخارـ‎ کندز لویې لارې قومندان، عبدالقهار خر‎م‎آبي له خپلو ۷ تنو ساتونکو سره ووژل شو.
د تخار ولایت امنیه قومندان،نور محمد حکیمي:"تر هغې چې موږ خپل کسان سیمې ته واستول ځکه چې پېښه په روستاق کې شوې وه، د لارې ستونزې وې، دوی سیمه پرېښې وه."
د سیمې اوسیدونکي هم له حکومت څخه غواړي څو د غیر مسوولو وسله‎والو کسانو په وړاندې چوپه‎خوله پاتې نشي.
تخار ولایت اوسیدونکی، معراج شریفي وایي:"دا فعالیتونه زیات شوي دي او موږ له حکومت څخه غواړو چې زموږ حال ته پام وکړي چې کړکېچ کم شي او د خلکو ستونزې واورېدل شي."
خو حکومت وايي چې له غیر مسوولو وسله‎والو کسانو سره جدي چلند کوي.
مخکې له دې هم غیر مسوول وسله‎وال کسان د خلکو لخوا پر وژنو، زور ویلو او غیر قانوني کړنو تورن شوي وو. ویل کېږي چې ډېر شمېر غیر‎مسوولو وسله‎والو له پخوا څخه خپلې وسلې ساتلې دي او په هغو سیمو کې چې د قانون حاکمیت کمزوری دی، فعالیت وکړي. پخوا حکومت په وار وار ویلي وو چې د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې د غیر مسوولو وسله‎والو کسانو راوستل یې له اصلي دندو شمېرل کېږي او د سر غړونې په صورت کې به وځپل شي.
https://avapress.com/vdcfmtdy1w6d0xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته