دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 138822
په کابل کی انتحاری برید ۱۱۳ وژلي او ټپیان پرځای پریښود
امنیتی مقامات د کابل د پولیسو شپږمی حوزی او د امنیت ملی نه لسمی ریاست باندی برید کی د کابل په لویدیځ کی د ۹ تنو د وژل کیدو او ۱۰۴ تنو د ټپی کیدو څخه خبر ورکړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، داکتر بازمحمد شیرزاد د داخلی وزارت امر جنسی هماهنګیو مرکز مسئول ویلی دی چی په دی دوو حادثو کی ۹ تنه د ۴ نظامیانو او ۵ غیری نظامیانو په شتون وژل سوی دی.
ښاغلی شیرزاد وویل: په دی بریدونو کی ۱۰۴ تنه ټپی سوی دی چی ۸۳ تنه یی نارینه، ۱۶ تنه یی ښځی او ۵ تنه یی هم کوچنیان دی.
همدارنګه هغه وویل: د ټپیانو څخه د ۲۰ تنو حال ډیر خراب دی.
د کابل په لویدیځ کی د ملی پولیسو شپږمی حوزی باندی برید
د پرون ( چهارشنبه ) غرمی د ۱۲:۳۰ ساعتونو په شاوخوا کی دوه مسلح مهاجم د کابل ملی پولیسو ښپږم حوزی باندی برید ترسره کړ.
د داخلی چارو ویاند معاون نجیب دانش په وینا، ددی مهاجمانو څخه یو تن د چاودیدونکو توکو دموټر سره خپل ځان ددی حوزی ښاته چاودنه ورکړه او یو هم ساختمان ته په داخلیدو سره د امنیتی ځواکونو سره ونښته.
ښاغلی دانش وویل: نښته د ماپښین وروسته د ۶ بجو په شاوخوا د مسلح مهاجم په وژل کیدو سره پای ته ورسید.
د ویلو وړ دی چی د چاودنی شدت په دومره اندازی سره قوی وو چی د هغه افغان غږ خبری آژانسز په لیرو ځایونو کی هم اوریدل سوی وو او حتی یو کیلومتری ته یی د کورونو هنداری ماتی سوي وی.
ددی حادثی په ترسره کیدو سره امنیتی ځواکونه ډیر وخت خبرنګاران د کوڅی څخه لیری ساتلی وه او هغوی ته د نږدی کیدو اجازه نه ورکوله.
امنیتی ځواکونه ټوله لاری د فیض محمد کاتب هزاره جادی په وړاندی د ۶ ساعتونو څخه ډیر د د وسایطو په وتړله او ډیر خلګ خپل کورونو ته په پښو ولاړه.
د کابل په ختیځ کی د ملی امنیت ۱۹ ریاست باندی برید
د ویلو وړ دی چی په عینی حادثه کی یو امنیتی مرکز چی په ارزان قیمت کی دی د کابل په ختیځ کی تر تروریستی برید لاندی راغلل.
په دی برید کی هم ددو مهاجمو څخه یو خپل موټر ددی مرکز سره ونښلوله او دهغه ترڅنګ دوهم مهاجم ددی مرکز د ساتونکو سره ونښته چی په لومړی وخت کی د پښو څخه ولوید.
دا په داسی حال کی دی چی د طالبانو ډله اعلان کړی دی چی انتحاری مهاجمان د کابل پر دری نقطو باندی برید کړی دی: امنیتی ښپږمه حوزه، په ختیځ کی د امنیت مرکز او د ملی اردو د جلب او جذب مرکز په ختیځ کی.
ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ویاند رسنیو سره په اړیکه کی ادعا کړی دی چی په دی بریدونو کی امنیتی ځواکونو ته ډیر تلفات اړول سوی دی، هغه ادعا چی د داخلی چارو وزارت هغه رد کړی دی.
په همدی حال کی، د ریاست جمهوری ارګ دی د یو خبری اعلامیی په خپرولو سره ویلی دی چی هراس افګنان دا برید د ملا سلام د طالبانو د والی د وژل کیدو د کندز په ولایت کی په عکس العمل کی ترسره کړی دی.
په همدی حال کی د ناتو ملاتړ قاطع ماموریت په افغانستان کی د طالبانو د برید په غندلو سره هغه شرم آوره وبلل.
چارلز کلیفلند، د ناتو قاطع ملاتړ ویاند ویلی دی: زه د طالبانو بی رحمه برید په پوره توګه غندم. د طالبانو خشونت او تاوتریخوالی منځته راوړونکی اقدام د کابل خلګو درد او رنج ډیر کړی دی. دا ډیر شرم آوره دی... هیڅ توجیه او یا دلیل ددی برید لپاره شتون نه لری.
د داخلی چارو وزارت ویاند معاون وویل چی مشابه دوهم برید یو امنیتی مرکز باندی ملی امنیت پوری د ارزان قیمت په سیمه کی د کابل په ختیځ کی صورت ونیوی.
https://avapress.com/vdcj8oev8uqetoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته